د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې روغتیايي پروژې عملي شوې دي


د کندهار د میرویس روغتون انځور
د کندهار د میرویس روغتون انځور


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د افغانستان د کندهار د عامې روغتيا د رياست مسوولين وايي چې تېر کال يې په دې ولایت کې، د روغتيايي مرکزونو د ودانولو ۱۸ بېلا بېلې پروژې درلودي چې له ډلې څخه يې تر اوسه پورې ۱۲ عملي شوې دي.

د چارواکيو په خبره په عملي شويو پروژو کې تر ټولو غټه يې په کندهار کې د روغتيايي زده کړو د مرکز جوړولو چې په نږدې څو ورځو کې به ورڅخه ګټه اخيستنه پيل شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په تر سره شويو پروژو کې ورسره امريکا، کانډا او يو شمېر نورو هېوادونو زرګونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده .

(( د عامې روغتيا رياست درې ډيپوګان، د پنجوايي ولسوالۍ د معلولينو د ښارګوټي بشپړ روغتيايي مرکز، د خاکرېز ولسوالۍ بشپړ روغتيايي مرکز، د معروف ولسوالۍ اساسي روغتيايي مرکز، د بولدک د ولسوالۍ د روغتون د مېندو او کوچنيانو څانګه، د ميرويس روغتون د پاره يوولس عرادې امبولانسونه، د ارغستان، ميوند، شاوليکوټ او پنجوايي ولسوالۍ په روغتونونو کې د سولر سسټم برابرول، د ټبرکلوز د پخواني تعمير رغول، د کندهار د صحي علومو د انيسټيټوټ پروژه چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي دا ټول په تېر کال کې شوي دي ))

پخلا زياتوي، په دې هر څه سربېره لا اوس هم دوى له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي چې له امله يې په ليري پرتو سيمو کې اوس هم خلک له هر ډول روغتيايي اسانتياوو څخه بې برخې دي.

ده په کندهار کې ناامني، په خپل سر د ځينو پروژو په ټيټ کيفيت ترسره کول، په لوړه بيه قرار دادونه، د ښځينه کارکوونکيو نه شتون او په ليري پرتو سيمو کې د وسله والو له خوا د روغتيايي مرکزونو تړل هغه ستونزې وبللې چې دا مهال دى يوازې تر ښار او څو ولسواليو پورې محدود کړي دي.

د پخلا په خبره په روان کال کې بايد د دوى ځينې وړانديزونه هم ومنل شي چې تر ټولو مهم يې پکې د ميرويس روغتون د بسترونو او کارکوونکيو زياتوالى دى .

(( اول پېشنهاد مو دا دى چې زموږ روغتيايي مرکزونه بايد ډېر شي، د ميرويس روغتون فرسونل او بسترونه بايد زيات شي او نوى پېشنهاد هم لرو هغه دا چې موږ د صحي علومو د اينسټيټويټ نوې ودانۍ چې زيات زده کوونکي پکې ځايېږي او په لنډه موده کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شو په هغه کې د غاښونو ، د فارميسي او لابراتوار د ټيکنېشنانو د څانګو خلاصول دي ))

د کندهار د ځينو ليري پرتو ولسواليو اوسېدونکيو څه موده وړاندې مشال راډيو ته ويلي وو چې اوس يې لا هم د ناامنيو، خرابو لارو او د روغتيايي مرکزنو د نه شتون له امله ناروغان روغتونه ته په لاره ژوند له لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG