د لاسرسي ځای

امریکا د افغان سر تېرو او پولیسو ستاینه کړې ده


د امریکا د خارجه چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن په کابل کې خپل سفیر ته ویلي چې ولسمشر حامد کرزي ته دې د دې بریدونو په وړاندې د افغان ځواکونو لخوا د چټک او مضبوطې ځوابي کار روايۍ په اړه د واشنګټن د ستاینې پیغام ورکړي.

دافغانستان د دفاع وزارت وېلي په دې نښتو کې درې کسان د امنیتي ځواکونوکسان او د (۳۰) دېرشو نه زیات وسله وال وژل شوي دي.

کابل ښار کې بریدکوونکو غېر ملکي سفارتخانې، د نېټو مرکز او افغان پارلیمان په نښه کړي وو. دا بریدونه چې د کابل پشمول دهېواد په لوګر، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې پرون په منظمه توګه شورو شوي وو، وسله والو طالبانو یې ذمه واري په غاړه اخیستې ویلي یې دي چې دا یې پسرلي د حملو آغاز دی.
XS
SM
MD
LG