د لاسرسي ځای

فلسطیني فعالان اسراییل ته تللي


د اپرېل په ۱۵مه د څلویښتو نه زیات فلسطین پلوه د بشري حقونو کارکوونکي د تل ابیب نړیوال هوايي ډګر ته په دې غرض رسیدلي چې د اسراییل لخوا ونیول شي ځکه چې اسراییل ورته د داخلې اجازت نه دې ورکړې.

د اسراییل د داخله چارو د وزارت ویاند وېلي د تېرې چارشنبې په ورځ یې د جازونو کمپنیانو یا ایرلاینز ته د هغه ۱۲۰۰ فعالینو نومونه ورکړي چې ورباندې دغه هېواد ته تللو بندېز دې.

او دا یې ورته واضحه کړې چې کوم ایر لاین دوي راوړي نو د بیا وړلو خرچه به یې هم هغه برداشت کوي. ددې پروګرام منتظمین وايي د ټول یورپ نه د فلسطین حمایت کؤنکي خواوشا ۱۲۰۰ کسانو اسراییل ته دسفر ټکټونه اخیستي او دا پلان لري چې مقبوضه غربي پتۍ ته به ځي. ددې مشن مقصد په بېت اللحم کې یو انټرنېشنل سکول او یو عجاب ګهر پرانيستل دي.
XS
SM
MD
LG