د لاسرسي ځای

د کندهار زده کوونکي امریکا ته زده کړو له پاره ځي



سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د افغانستان د کندهار دولتي چارواکي وايي، په نېږدې څو ورځو کې به د دې ولایت له ګڼ شمېر زده کوونکيو څخه ازموينه اخلي او بريالي شوي زده کوونکي به د لوړو زده کړو له پاره امريکا ته ليږي.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا وايي چې د امريکا سفارت غواړي د ټول هېواد په کچه د سلو تنو په شا و خوا کې ‎ افغان زده کوونکيو امريکا ته ولېږي چې ازموينه به ورڅخه د زون په سطحه اخيستله کېږي.

دى وايي ټول سل تنه ټآکل شوي دي خو پېنځه اويا به ورڅخه ليږل کېږي.

(( ۱۰۰ تنه د افغانستان په سطحه دي چې ۷۵ تنه به ورڅخه انتخابېږي او له ۱۰۰ تنو به ازموينه اخيستل کېږي په ټاکل شويو ۷۵ تنو کې څوک ستونزي ولري او نه غواړي لاړ شي نو بيا به له پاتي ۲۵ تنو څخه څو تنو غوره کېږي.))

د کندهار د پوهنې رييس حضرت مير توتاخېل بيا وايي چې دغه بورسونه ورسره د امريکا د سفارت فرهنګي برخې چې د افغانستان د زده کړو پروسه تنظيموي مرسته شوې ده.

د توتاخېل په خبره د امريکا سفارت ورسره وعده کړې ده چې امريکا ته د زده کوونکيو د لېږلو لړۍ به په نورو کلونو کې هم دوام ولري.

(( زموږ شاګردان به انشاالله دغه چانس تر لاسه کوي خو ښه خبره يې لا دا ده چې دا به يو فرهنګ شي د را روان کال د پاره به زموږ شاګردان نور هم تشويق شي او کوښښونه به وکړي. دا لړۍ دوامداره ده او هر کال به زموږ زده کوونکي امريکا ته لېږل کېږي. زده کړې يې په حقوقو اقتصاد ، زراعت او ټاکنالوژي کې دي خو طبابت پکې نه شته ))

تر دې وړاندې د هندوستان سفارت هم ګڼ شمېر افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو د پاره خپل هېواد ته بېولي وو.

په کندهار کې څۀ موده وړاندې شا و خوا پېنځلس سوه تنو زده کوونکيو د کانکور ازموينه ورکړې چې له ډلې څخه يې يوازې څلور سوه تنه بريالي او پاتې نور ټول بې نتېجې وبلل شول.
XS
SM
MD
LG