د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ټول ځانوژونکي وژل شوي


په جلال اباد کې د برید انځور
په جلال اباد کې د برید انځور

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد -
د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې د يکشنبې د ورځې په پيښو کې يې اوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي وژلې او يو تن يې په ټپي حالت کې نيولى دى.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي:

((لومړۍ پېښه د هوايي ډګر جنوب لورې ته په داسې حال کې رامنځته شوې ، چې يوې وسله والې ډلې غوښتل پرهوايي ډګر وسله وال او ځان مرګي بريدونه ترسره کړی.))

دغه ډله د امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغلې ، چې په يوصرف ډوله موټر کې يې خپلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او په ترڅ کې يې درې ځان مرګي بريد کوونکي ووژل شول او يوځان مرګى بريد کوونکى په ټپي حالت کې امنيتي ځواکونو له لورې ژوندى ونيول شو .

په افغانستان کې په بېلا بېلو ښارونو کې حملې شوې دي

دویمه پېښه د ولايتي بيا رغاونې ډلې شمال غرب لورې ته رامنځته شوې، چې لومړى وسله والو ديو کرولا موټر نه په ګټې اخېستنې سره ځان مرګى بريد ترسره کړى او په ترڅ کې يې دوه ځان مرګي بريدکوونکي وژل شوي.

له دوى سره په يوې بلې کرولا ډوله موټر کې دوه نورو وسله والو ديوې لنډې مودې لپاره نښته کړې ، چې دواړه دافغان او بهرنيو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي .

اوسني را رسېدلي راپورونه ښيي، چې په دواړو پيښو کې افغان او بهرنيو ځواکونو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې بريدونه دوى تر سره کړي دي.
XS
SM
MD
LG