د لاسرسي ځای

په افغانستان کې په بېلا بېلو ښارونو کې حملې شوې دي



پراګ - وسله والو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه کړي دي.

بریدونه په کابل، لوګر، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې شوي دي.

کابل

د نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) ویاند برېګیډیر جنرال کارسټین جیکبسن له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د کابل د بریدونو په اړه وویل: ((پر امریکايي، جرمن او روسي سفارت او د ایساف و افغان حکومت پر ځینو ودانیو متعدد بریدونه شوي دي.))

جیکبسن وايي، دا تصدیقوي چې ((یو شمېر بریدونه شوي دي)) او دا چې افغان او بهرني سرتېري له وسله والو سره جنګېږي.

دغه وسله وال مخالفان په زنبق څلورلاري، د ملي شورا ودانۍ ته نږدې یوې ودانۍ او دغه راز د څرخي پله په سیمه کې یوې ودانۍ ته ختلي او ډزې کوي.

جیکبسن وویل، پخلی کوي چې پر ((امریکايي، جرمن، روسي سفارت او د ایساف او افغان حکومت پر ودانیو برید شوی دی.))

ده زیاته کړه د مرګ ژوبلې رپورټ نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل: ((په سیمه کې امنیتي ځواکونو حضور لري، ساحه یې محاصره کړې او تصفیوي عملیات پیل شوي دي، پولیس هڅه کوي دغه کسان له منځه یوسي، بیا به جزیات له تاسو سره شریک کړو.))

هلته په کابل کې د امریکا سفارت ویلي: ((اوسمهال د منل شویو معیارونو او کاري پروسیجر پر بنسټ او په سیمه کې د ډزو او چاودنو د غږونو اورېدو له کبله یې سفارت تړل شوی دی.))

بیان زیاتوي، د سفارت ټول کار کوونکي اوسمهال خوندي دي، او د کار کوونکو د ژوبلېدو په اړه هیڅ مالومات نه لري.

وسله والو طالبانو د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې.


په جلال اباد کې ټول ځانمرګي وژل شوي


لوګر

د لوګر سیمه ییزو چارواکو وویل، یو شمېر ځان وژونکي په مرکز پل علم کې، یوې ودانۍ ته ننوتي ول او هرې خوا ته یې ډزې کړې دي.

د لوګر امنیه قومندان غلام سخي مشال راډیو ته وویل، حمله کوونکي په یوه ودانۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا کلا بند شوي دي.

پکتیا

راپورونه وایي، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې هم یوشمیر وسله وال مخالفان یوې ودانۍ ته ننوتي او پرامنیتي ځواکونو ډزې کوی.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون هم مشال راډیو ته وویل، چې وسله وال مخالفان یوې ودانۍ ته چې د پوهنتون محصلین ورڅخه د لیلیې (هاسټل) په توګه ګټه اخلي ختلي او له هم هغه ځایه ډزې کوي.


په دې ټولو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه لا مالومات نه دي راغلي.


دا رپورټ په کابل، جلال اباد، ګردېز او پراګ کې د مشال د خبریالانو په مرسته جوړ شوی.
XS
SM
MD
LG