د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې د کډوالو شمېر یو لک ۸۷ زره شو



فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره ( یو این ایچ سی آر) وايي چې د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې نه د نا امنۍ او پوځی عملیاتو له امله د بې کوره شویو خلکو شمیره یو لک او ۸۷ زره ته ورسید.

د دوی په وینا، جلوزو کیمپ ته هره ورځ خوا وشا ۱۰ زره بې کوره شوی کسان د رجسټریشن له پاره راځی،خو ۸۵ فیصده خلک یې په جلوزو کډوالو کیمپ کې اوسیدل نه خوښوی او د رجسټریشن او راشن ترلاسه کولو نه پس په پیښور او داسې نورو سیمو کې یا خو د کرایه په کورونو کې پاتې کیږی او یا هم د خپل خپلوانو سره ژوند کوی.

دوی وايي، چې کوم خلک یې د کیمپ نه بهر اوسیدل غواړی نو هغوی هم رجسټر کېږي او له خیمو علاوه ورته نور هر څه ورکوي.

په دې اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند تیمور خان مشال راډیو ته وویل:

((په جلوزو کې د کډوالو رجسټریشن روان دۍ،او اوسه پورې څه د پاسه دوه څلویښت زره کورنې رجسټرډ شوی دی چې د نفوسو په حساب یې شمیره یو لاکه او اوو ه اتیا زره جوړیږی او یوازي پینځه لس فیصده خلک یې په جلوزو کې پاتې کیږی دا ځکه چې دوی د خپل رسم ورواج له وجې دلته نه اوسیږی.))

نوموړی وویل: (( تر دې وخته پورې مو ۳۹ زره کورنیو ته په کې خوراکي او غیر خوراکي مواد ورکړي دي، په دې کیمپ کې او د پاکو اوبو او صحت آسانتیاوې هم ورکوو،او د یو این هره اداره پکې خپل، خپل کار ترسره کوی))

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې سره تعلق لرونکۍ تراب علی آپریدۍ وايي: (( دي نا امنۍ او پوځی عملیاتو دوی د یو شمیر ستونځو سره مخ کړل،په ماشومانو او ښځو باندې مو ګولۍ راپریوزی،او ځوانان مو بې تعلیمه پاتې شول))


د باړې سیمې د کشالې په اړه باندې یو بل تن سعیدالله اپریدی وايي ((داسې مشکل به نه وي چې په موږ نه وي تېر شوي،خپل ناروغان روغتونونو ته نه شو وړلای،ټولې لارې مو تړل شوی دی،او په سیمه کې مو کرفیو وي.))


یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړې کې د تېرو درو کالونو راهیسې د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دی،او لا هم پکې بازارونه،سکولونه او روغتونونه تړلی پراته دي؛او د نا امنۍ له امله ترې په زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.
XS
SM
MD
LG