د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، ډرون بریدونه نه دروي



اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ -
امریکا ویلي، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو درولو هیڅ اراده نه لري.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د امریکايي چارواکو له طرفه له دې څرګندونو سره د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکي لا نور خرابېدای شي؛ ځکه چې د پاکستان پارلېمان په دې وروستیو کې له امریکا سره د اړیکو د پر ځای کولو په لړ کې په منظورو شویو سپارښتنو کې ویلي ول، امریکا دې د دوی پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو حملې نه کوي.


که پاکستان اړیکي خرابوي نو یوازې به پاتې شي

پوښتنه دا ده چې که امریکا په پاکستان کې د ډرون بریدونو ته دوام ورکړي نو د پاکستان غبرګون څه کېدای شي؟

د دې په ځواب کې، په لاهور کې د سیمه ییزو چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري مشال راډیو ته وویل، کېدای شي پاکستان بیا د فشار له پاره په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د سامان رسد بند وساتي.

دی وايي، خو له دې سره دا کېدای شي پاکستان په نړۍ کې یوازې شي.

د نوموړي په خبره، پاکستان ته په کار دي چې یوه نوې لار ولټوي:

((پاکستان ته په کار دي چې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي چې په دې ډول امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم روان وساتي او د پاکستان ګیلې هم ختمې شي. په دې لړ کې د پاکستان حکومت د خپل پارلېمان له غړو سره هم خبرې کولای شي، ځکه چې یواځې د پارلېمان له پرېکړه لیک یا قرار داد سره ډرون حملې نشي درېدلای. ځکه چې دا قرار داد خو پاکستان له پاره دی، پر امریکا نه لاګو کېږي.))

پاکستان دې د امریکا باور وګټي

په پاکستان کې مذهبي سیاسي ډلې او ګوندونه ناټو ته د سامان لار پرانیستو پر ضد دي
په پاکستان کې مذهبي سیاسي ډلې او ګوندونه ناټو ته د سامان لار پرانیستو پر ضد دي
پروفیسر حسن عسکري زیاتوي، که پاکستان د امریکا اندېښنې لرې کړي او په قبایلي سیمو کې د قانون واکمني او عملداري پلي کړي او امریکا ته باور ورکړي چې د دوی ځمکه به د یو بل هیواد پر ضد نه استعمالېږي نو پخپله به امریکا د اورپکو پر ضد ډرون بریدونه ودروي: ((د امریکا دا اندېښنې دي چې دوی د پاکستان په هغو برخو کې بریدونه کوي چې د امریکا او ناټو پوځیانو پر ضد حملو له پاره کارول کېږي. همدا راز، هغوی وايي، د خودمختارۍ یوه مانا دا هم ده چې د یو هیواد ځمکه به د بل هیواد پر ضد نه استعمالېږي او د امریکا اندېښنې همدا دي چې موږ یې پاکستاني ولس ته نه په ډاګه کوو.))

هلته د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر او له امریکا سره د اړیکو د نوي سمت تعینوونکې کمېټۍ غړي افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل، امریکا ته د ډرون بریدونو اجازې ورکولو پر ځای باید پاکستان پخپله د اورپکو ضد کار روايي وکړي.


اړیکي ختمول طالبانو ته ګټه رسوي

امریکايي ولسمشر اوباما ورځې مخکې له پاکستاني وزیر اعظم ګیلاني سره لیدلي ول
امریکايي ولسمشر اوباما ورځې مخکې له پاکستاني وزیر اعظم ګیلاني سره لیدلي ول
حسن عسکري وايي، که امریکا پر پاکستاني سیمو ډرون بریدونو ته دوام ورکوي او په پاکستان کې سیاسي مذهبي ګوندونه حکومت په دې مجبوروي چې له امریکا سره دې اړیکي ختم کړي نو د دې اړیکو له ختمولو سره به یواځې وسله والو طالبانو ته ګټه ورسېږي.

((که د پاکستان له امریکا سره اړیکي خرابېږي نو د دې ګټه به اورپکو ته رسي ځکه چې د پاکستان اقتصاد به نور هم خراب شي او د امریکا له پاره خو دا دوه کاله دي او چې کله هم هغوی په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ووځي، نو زما په خیال پر پاکستان به یې تکیه کمه شي.))


کار پوه، حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د ډرون بریدونو درولو یواځنۍ او د منلو وړ لار دا ده چې پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل واک مضبوط کړي او دا خبره یقیني کړي چې د دوی ځمکه به د بل هیڅ هغې پر ضد نه کارېږي.
XS
SM
MD
LG