د لاسرسي ځای

د حزب اسلامي ډله خبرو له پاره کابل ته ځي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايې ټاکل شوې ده چې د اپرېل په ۱۴مه به د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي یوه جګپوړې ډله کابل ته لاړه شي.

د شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار مشال راډيو ته ويلي دا خبرې به رسمي وي.

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډله څو ځلې مخکې هم کابل ته تللې وه او له ولسمشر حامد کرزي سره یې د سولې په اړه خبرې کړې وې خو لا تر اوسه دې خبرو نتیجه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG