د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه کورنۍ راتلونکې اوونۍ سعودي عرب لېږل کېږی


په پاکستان کې د اسامه بن لادن د کورنۍ وکيل وايې چې د القاعده د مشر کونډي او ماشومان به په را روانه هفته کې سعودي عرب ته واستول شي.

د پاکستان عدالت د اسامه بن لادن ددو سعودي، يوې يمنۍ ميرمني او دوو لوڼو ته پاکستان ته په غيرقانوني توګه په راتلو او اوسيدو د يوه نيمي مياشتي دنظر بندي سزا اورولې وه. د دوی وکيل عامر خليل ويلي د اسامه کورني به د سزا پوره کولو يوه ورځ وروسته د اپريل په اتلسمه وليږل شي. دوی د مئۍ په مياشت کې په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن پر ضد د امريکا د خصوصې ځواکونو د پټي کاروايې وروسته نيول شوي وو. دوی دا وخت په اسلام آباد کې نظر بنده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG