د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عملیاتو له کبله د کډوالو شمېر زیات شوی


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين ايچ سي آر وايې د طالبانو او امنيتي ځواکونو د جګړي له وجې له سيمي څخه د وتونکو خلکو شمير په تيرو دوو اوونيو کې دوچنده شوې.

د دې ادارې په خبره، دا شمېر اوس يو لک، او ۸۱ زره ته رسيدلی. د یاد سازمان وياند ايډرين ايډورډز په جنيوا کې خبريالانو ته ويلي چې هره ورځ د جلوزی په کيمپ کې ۱۰ زره کسان د رجسټر کيدو لپاره راځي. د پاکستان امنيتي ځواکونو په خيبر ايجنسي کې د جنوری په شلمه پوځي عمليات پيل کړې وو او په دې وروستيو کې تشدد لا نور هم زيات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG