د لاسرسي ځای

د پاکستاني پارلېمان سپارښتنو په اړه د منځ لارې لټون


امریکا ویلي، د پاکستاني پارلېمان له لوري، له واشنګټن سره د اړیکو له پاره د نویو وړاندیزونو د منلو په اړه د منځ لارې موندلو پسې ګرځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، واشنګټن پر نویو وړاندیزونو خبرو کولو ته تیار دی او غواړي مخ ته د تللو لپاره د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي او د منځ لار پیدا کړي.

د پاکستان پارلېمان په خپلو وړاندیزونو کې ویلي ول، د دې هیواد پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید ودرول شي، او له دې خاورې باید ناټو ته د وسلې پر تګ هم بندیز ولګول شي.
XS
SM
MD
LG