د لاسرسي ځای

پاکستاني ته په امریکا کې د ۱۲ کالونو بند سزا


د امریکا په ورجینیا کې یوه قاضي، د اپرېل په ۱۳مه په دې هیواد کې اوسېدونکي یوه پاکستاني ته د سختدریځې ډلې د مرستې په تور د ۱۲ کالونو د بند سزا اورولې ده.

۲۴ کالن جوبیر احمد د ۲۰۱۱ز کال په ډیسمبر کې خپل جرم منلی وو. له بنده تر خوشې کېدو وروسته به هم د امریکا ادارې، تر پینځو کالونو، د ده څارنه کوي. پر لښکر طیبه د پاکستان له جاسوسي ادارې آی ایس آی سره د اړیکو شک کېږي. دا ډله په ۲۰۰۱ز کال کې امریکا یوه ترهګره هغه ګرځولې وه. پر دې تنظیم په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ په بریدونو کې، چې په کې ۱۶۰ کسان وژل شوي ول، د لاس لرلو تور هم پورې شوی. جوبیر احمد منلې چې لشکر طیبه ده ته د یوې داسې ویډیو جوړلو ویلي ول چې په کې د تنظیم مشر او په کشمیر کې د بریدونو منظرونه ښکاري. ده دا ویډیو د ۲۰۱۰ز کال په سیپټمبر کې جوړه کړې وه او پر یوټیوب یې خپره کړې وه.
XS
SM
MD
LG