د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: لښکر طیبه سره تړاو، یو پاکستانی زنداني شو


د امریکا د انصاف وزارت
د امریکا د انصاف وزارت

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
فرانس پریس اژانس لیکي، د امریکا یوه عدالت ۲۴ کالن پاکستاني تبعه جوبیر احمد ته، له لښکر طیبه سره د مادي مرستو د برابرولو په تور، د ۱۲ کالونو د بند سزا اورولې ده.

ویل شوي، نوموړی به له زندانه تر راوتو وروسته هم د نورو پینځو کالونو له پاره د امریکايي ادارو تر څار لاندې وي.

له لښکر طیبه سره تړاو

د احمد په اړه راپورونه وايي دی د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای په ۲۰۰۷ ز کال کې امريکا ته داخل شو.

د دې هیواد د تحقيقاتو فيډرالي ادارې (ايف بي آی) د نوموړي له لښکر طيبه سره د اړیکو په باب د مالوماتو د تر لاسه کولو وروسته په ۲۰۰۹ ز کال کې د ده پر ضد پلټنې پيل کړې.

د امريکا د انصاف وزارت ويلي، جوبير احمد، چې د ورجينيا ايالت په ووډ برېج نومې ښار کې اوسېده، ته ياده سزا لښکر طيبه ته د خلکو د استخدامولو د هڅو له پاره په ده د لګول شويو تورونو، تر ثابتېدو وروسته، اورول شوې ده.


د لښکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید
د لښکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید
پر یوټیوب د حافظ سعید لپاره کمپاین

احمد د امريکايي عدالت مخې ته منلې چې ده د لښکر طيبه د مشر حافظ سعيد له زوی طلحه سعيد سره رابطه کړې وه، چې هم د هغه پر لارښوونه يې د ۲۰۱۰ ز کال په سيپټمبر کې يوه ویډيو جوړه او په يوټيوب خپره کړه. یوټیوب یوه ووبپاڼه ده چې د نړۍ له ګوټ، ګوټه خلک پر خپلې ویډیو ګانې خپروي.

په دې ویډيو کې حافظ سعيد او د يادې ډلې له خوا په کشمير کې شوي بريدونه ښودل شوي ول.

فرانس پريس د يوه امريکايي څارنوال نيل مېک برايډ له قوله ليکي: ((موږ د ترهګرو له خوا، د دې له پاره چې خپل پيغام د ګردې نړۍ خلکو ته ورسوي، د يوټيوب په څېر د ټولنيزو ووبپاڼو د زيات کارولو شاهدان اوسېدلي يو.))

نوموړی زياتوي، احمد د لښکر طيبه سخت دريځه او له تشدده ډکو عزايمو ته کلکه ژمنتيا درلوده چې همدغه افراطي نظريات يې د انټرنیټ له لارې خپرول او د يادې ډلې له پاره يې د پيسو غونډولو کمپاين (یا کیمپېن) چلولو.


ممبۍ بریدونه لښکر طیبه کړي ول

په ممبۍ بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول
په ممبۍ بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول
راپورونه وايي، لښکر طيبه د پاکستان له جاسوسي ادارو سره تاريخي اړيکي لري.

د امريکا حکومت بيا ياده ډله له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د بهرنيو ترهګرو ډلو په لېسټ کې اچولې ده.

په عين حال کې، امريکا او هند دواړه هیوادونه وايي چې پر ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ ز کال ترهګر بريدونه، چې په کې ۱۶۰ تنه ووژل شول، لښکر طيبه کړي ول.

د همدې تورونو په ترځ کې د امريکا حکومت د روانې مياشتې په لومړيو ورځو کې د دې ډلې د بنسټ ايښوونکي مشر په توګه د پېژندل شوي حافظ محمد سعيد پر سر د ۱۰ ميليونو ډالرو د انعام اعلان وکړ.

د امريکا حکومت ويلي، د دې انعام تر شا يې مقصد هغه مالومات لاس ته راوړل دي چې به د امريکا دننه یا په بل يو ځای کې، د نوموړي د محاکمه کولو لار هواره کړي.

امريکا په عين وخت کې دا هم واضح کړې چې د حافظ سعيد پر سر د جايزې د اعلانولو هدف يې پر پاکستان فشار راوړل نه دي، بلکه دا چې د نوموړي په نيولو او عدالت ته په مخامخ کولو کې د دغه هېواد له حکومت سره مرسته وشي.

پاکستان بيا د امريکا د دې اقدام په ځواب کې، چې دا مهال يې ورسره اړيکي هم ويل کېږي ډېر باوري نه دي، ويلي د حافظ سعيد پر ضد د قانوني کار روايۍ له پاره ورسره پاخه ثبوتونه نشته، او که چا سره وي، نو ورته دې حواله کړي.
XS
SM
MD
LG