د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې په نشو روږدو کسانو لپاره روغتون جوړېږي


د روغتون بنسټ ډبره والي عبدالجبار نعیمي کېښوده
د روغتون بنسټ ډبره والي عبدالجبار نعیمي کېښوده


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست -
د افغانستان د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې دغه روغتون ٢٠ بستريز دى او په شاوخوا پنځه جريبه ځمکه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا جوړيږي.

د نعيمي په وينا، پر دغه روغتون به ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او له هغو پيسو ورته ځانګړې شوي، چې دې ولايت ته د کوکنارو د نه کر په امتياز کې ورکړل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره مخکې هم روغتون و، خو ودانۍ يې نه درلوده، نوې ودانۍ به ۲۴ خوني ولري او له ټولو هغو اسانتياوو به برخمن وي، چې د روږدو کسانود درملنې لپاره ورته اړتيا وي.


په خوست کې د نشه يې توکو سره د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال وويل، چې په دې روغتون کې به د ښځو لپاره جلا وارډ وي او د په نشه روږدو ښځو درملنه او بستر به هم کيږي، چې ټولې اسانتياوې ورته په پام کې نيول شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره، چې په دغه روغتون کې به نه يواځې د خوست اړوند ناروغانو درملنه کېږي، بلکې د نورو ګاونډيو ولايتونو د معتادينو درملنه به هم پکې کېږي.

د يادونې ده، چې په خوست کې د په نشه روږدو کسانو د درملنې روعتون د ښار په يوه شخصي کور کې فعاليت کوي، چې د چارواکو په خبره د نوي روغتون په جوړيده سره به يې ګڼې ستونزې راکمې شي.
XS
SM
MD
LG