د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوربند سر بېره په شام کې نښتې شوې دي


د رپورټونو له مخې په شام کې د ترکې پولو سره نږدې سيمو کې د شام د اولسمشر بشارالاسد د پلويانو او وسله والو ياغيانو ترمنځه نن د جمعې په ورځ نښتې شوي.

د بشري حقونو کارکونکي وايي دا نښتې د خربت جوز په سيمه کې شوي دي.

ښکاري داسې چې دا نښتې د زيارت د ورځې راهسې د اور بند د عملي شوي تړون په وړومبۍ ځل جدي سرغړونې دي.

دا تړون په شام کې د ديارلسو مياشتو د تشدد د ودرولو په غرض عملي کړې شوې.

سفارتکار وايي، د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د يو داسې قرارداد منظوري ورکولې شي چې له مخې به يي په راراوانه اونۍ کې ديرش څارونکي په شام کې ځاۍ پر ځاۍ کړی شي، دا څارونکي به په دغه هېواد کې د اوربند او د حکومتي پوځيانو د وتو څارنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG