د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیغمبر (ص) د سپکاوي په تور په ډنمارک کې پر ۴ کسانو مقدمه


د ډنمارک په يوه عدالت کې د هغه څلور کسانو پر ضد مقدمه شورو شوې چې پرې تور دې دوي په دغه هېواد کې د يوې ورځپاڼې په دفتر د بريد کولو منصوبه جوړه کړی وه، دغه ورځپاڼې د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) خاکې یې جاري کړې وي.

په دې څلورو کسانو د ترهه ګرۍ خپرولو او د غېر قانوني وسلو لرلو هم تورونه دي.

په دې څلور کسانو کې درې د ډنمارک وګړي دي او د يو تعلق له تيونس سره دی.

د رپورټونو له مخې که په دې کسانو جرم ثابت شو نو تر شپاړسو کالو پورې ورته د قېد سزا کېدی شي. دا کسان د دوه زره لسم کال د دسمبر په مياشت کې هغه وخت نيول شوي وو چې پر دوي تور وو په مشکوکه توګه د جې لېنډز پوسټن نومي ورځپاڼې په دفتر د بريد لپاره راوان وو ، دغه ورځپاڼې په دوه زره پنځم کال کې د اسلام د پغمبر دولس خاکې خپرې کړې وې چې لوجې يي روسته په يوشمېر اسلامي هېوادونو کې بلوې راپورته شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG