د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تښتول شویو په بدل کې د ۲۳ کروړه روپیو غوښتنه


د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو خلک تښتول کېږي
د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو خلک تښتول کېږي

خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د بلوچستان رورل سپورټ پروګرام یا دبلوچستان د کلیوال پرمختګ غیرحکومتي ادارې شپږ کارکوونکي چې څلور میاشتي وړاندې له پښين څخه تښتول شوي وو.


د تښتوونکو له خوا يې نن ورځ یانې د اپرېل ۱۳ نېټه ضرب الاجل ټاکل شوی.


په داسي حال کې چې تښتوونکو ددې کارکوونکو له کورنیو څخه لومړی د څلوېښت کروړه پاکستانيوتاوان غوښتنه کړې وه، خو اوس ددې کورنيو په وینا د ۲۳ کروړه پاکستانيو غوښتنه کوي.


ددې لپاره چې همدا مالي تاوان پوره کړي، د تښتول شويو کارکوونکو کورنیو د کوټې پر باچاخان څلورلاره د چندې کمپ لګولی. د محمد اکرم په نامه يو تن چې په دې تښتول شويو کې یې وراره هم تښتول شوی، د دوی د دې کیمپ په اړه داسي وویل:


((په دې کې زما يو وراره هم شته. په مسلمانۍ کې مي ټول ورېرونه کېږي. د تښتوونکو غوښتنه ده چې ۲۳ کروړه پاکستانۍ به راکوئ. موږ ۲۳ لکه هم نه لرو. موږ هغوي ته خواست کوو چې زموږ دا بچیان دي د انسانیت په نامه راخوشي کړي.))


په کمپ کې ناست يوه بل تن بیا وویل، دوي تر اوسه د حکومتي چارواکو هره دروازه وټکوله. خو د ده په خبره، هیڅ حل يې پيدا نه شو.


ځکه نو دده په وینا اوس يې همدا کیمپ لګولی، چې همدومره پیسې برابرې کړي، چې تښتوونکو ته يې ورکړي او خپل بچیان له مرګه وژغوري.


((موږ ټولو د ټولو چارواکو کورونو ته ورغلل. د هر چا دروازه مو وروټکول. اوس مایوسه شوو. او دلته ته مو د خدای د رضا لپاره دا کمپ لګولی دی. چې نور څه له موږ سره نشته، لاکن په دې يوه کمپ کې که له موږ سره د خدای لپاره څه وکړه، وبه يې کړي. ګنې....!!))


په داسې حال کې چې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی يو کارکوونکی وژل شوی، خو د پاتې کسانو کورنۍ غوښتنه کوي، چې د دوي د کور وګړيو ته دي د مرګ پر ځاي ژوند ورکړل شي.


((زما نوم تاج افغان دی. يو يې وواژه. ددې نورو هم هیڅ درک نشته. کورنۍ يې هره ورځ په دې وېره کې وي. چې نن يې پلانکی وژلی وي، نن به يې پلانکی حلال کړی وي. موږ له تښټوونکو څخه خواست کوو چې دا ټول غریبان دي. او دومره توان نه لري. د خدای لپاره دوي دا پاتې نور کسان خوشي کړي.))


سره له دې چې ددې کسانو د راخوشي کېدو لپاره څو ورځې وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ظفرالله زهري ویلي وو، په وزیرستان کې يې له قبايلي مشرانو سره سره له علما سره هم په تماس کې دي.

خو د دې کورنيو په وینا، حکومت لا هم هیڅ ونه کړه.


د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۱ عیسوي کال د ډیسمبر پر ۱۳ نېټه د پښين له برشور سیمې څخه د بي ار ایس پي شپږ کارکوونکي نامالومه وسله والو تښتولي وو، چې وروسته يې مسوولیت تحریک طالبان شاهين ډلې قبول کړ. ددې کارکوونکو تر تښتولو دوه نیمې میاشتي وروسته يو تن د تښتوونکو له خوا ووژل شو، خو د پاتې پنځو تنو برخلیک لاهم څرګند نه دی.
XS
SM
MD
LG