د لاسرسي ځای

په کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې کلتوري بدلونونه


په فرهنګ کې بدلون اکثر د بهرنیو دودونو له لارې هم راځي لکه پښتانه چې هم اوس د ویلنټاین ورځ لمانځي

په فرهنګ کې بدلون اکثر د بهرنیو دودونو له لارې هم راځي لکه پښتانه چې هم اوس د ویلنټاین ورځ لمانځي


ظفر کریمي، مشال راډیو

پراګ -
د نړې ټولو لویو ښارونو په لور د کلو څخه خلک وخت په وخت ورځي او په دې توګه د ښارونو ابادي ورځ تر ورځه زیاتیږي.

په کراچۍ ښار کې هم د پاکستان د بیلا بېلو سېمو څخه کډه شوي خلق د تېرو څو لسیزو راهسې په دایمي توګه اباد شوي دي ـ دغو اباد شویو له جملې څخه زیاتره خلک د خپلې ژبې او کلتور څخه وخت په وخت لېرې ووځي چې له امله یې نوی کلتور وده مومي ـ

اوس په خپله ژبه خبرې نه کوم

شپیته کلن سپین ږیرې صدیق ټیکسي چلوي هغه وایي د کراچۍ په پښتون ګڼ میشته سېمه کیماړۍ کې پیدا شوی دی او همدلته لوي شوی دی ـ صدیق وایي خپله مورنۍ ژبه کشمیري ورته زده ده خو بچو ته یې بیا خپله ژبه نه ده زده نو ځکه دوی اوس په خپل کور کله په پښتو او کله په اردو ژبه خبرې کوي ـ او جامې هم هغه ډول اغوندي کومې چې یې په چاپېرچل کې دود دي:


((چم کې مو ټول پښتانه اوسیږي ـ مرګ ژوند او ناسته پاسته مو د پښتنو سره ده ـ زمونږ د کشمیر کلچرمونږ دلته کولې هم نه شو او دلته شته هم نه ـ کشمیر کې زمونږ زنانه اوږدې اوږدې ګرارې او کوټونه اغوندي خو دلته بیا نارینه او زنانه پینټ شرټ اغوندي او کمیس پرتوګ خو دلته زمونږ یو کلتور جوړ شوی دی .))


د ډېرو پښتنو، پښتو هم هېره ده

خو یوازې صدیق نه دی چې خپله ژبه ترې د هېریدو په حال کې ده بلکې د ښار په هغو سېمو کې چرته چې د اردو ژبې ویونکي په ګڼ شمیر کې اباد دی هلته بیا پښتنو باندې هم د بلې ژبې اثر شوی دی ـ د جنت ګل په نوم یو تن وایي هغه پخپله د پښتنو په ګڼ میشته سېمه بنارس کې اوسیږي پخپله پښتو کې خبرې کوي، خو د ماشومانو ژبه یې سوچه نه ده پاتې ـ

ددې ترڅنګ د هغه هغه خپلوان چې د اردو ژبو په سېمو کې اوسیږي د هغوي ماشومانو ته پښتو ژبه بیخي زده نه ده:


((مسرور بېس کې زمونږ د کلي د صوابۍ خلک اوسیږي ـ هغوي په پښتو ژبه کې خبرې نه کوي ـ دهغوي ماشومان په پښتو پوهیږي هم نه ـ کراچۍ کې پښتنو د اردوسپینګ،سندیانو،بلوچو،کچیانو یو بل سره ودونه کړي دي ـ داسې صورتحال کې خپله ژبه هم پاتې ده او روایات هم.))


کلتور په ارتقايي سفر کې دی

ټولنپوه محمد ارشد خان وایي، د ګڼ شمیر ټولنو سره تعلق لرونکو خلکو په یوه ټولنه کې ګډون یوازې کراچۍ کې نه کیږي دا په هر لوي ښار کې کیږي او د یوې خاصې مودې تر تیریدو روستو بیا نوی کلتور ،ژبه او نور ګډ کدرونه په وجود کې راځي:


((دا په هر ښار کې کیږي ـ ښارونو ته خلک د معاشي پناه دپاره راځي ـ خلک ښار ته په دې نیت ځي چې معاشي حالات یې ښه شي نو واپس به خپلې سېمې ته ستنیږي ـ خو بیا روستو هغه ته خپله سېمه کې د روزګار موقع په نظر نه ورځي نو په دې توګه هغه په ښار کې یو قسم ونښلي ـ دا یو نیچرل(فطري) مسله ده ـ خو دې کې د هغې ټولنې کلتور غالب راځی چې ډېر وګړي ولري .))


د هغه په خبره ټولنپوهنه کې دې عمل ته د ټولنې ګډون ویلې شي ـ دې عمل کې ډېرې ټولنې سره یو بل کې جذب کیږي او یو نوې کلتور او نوې ژبه یا ژبني اصطلاحات وده مومي ـ د نوموړي په وینا ډېرې ټولنې په یوه ټولنه کې جذب کیدل د ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ کالو پورې موده نیسي ـ


محمد ارشد خان وایي، مخکې ډېرې ټولنو سره تعلق لرونکي خلق په یوه ټولنه کې ډېر ژر جذب کېدل خو اوس د میډیا او انټرنیټ له لارې د یوې ټولنې خلک د خپلې ټولنې خلکو سره اړیکې په اسانۍ سره نیسي او نوی ټولنه په وجود کې راتلل د پخوا په پرتله لږ زیات وخت نیسي خو بیا هم نوی کلچر خامخا په وجود کې راځي.
XS
SM
MD
LG