د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر سپارښتونو وروسته به د ناټو سامان لار خلاصه شي؟


په سپارښتنو کې ویل شوي، ناټو ته به پوځي سامان نه ځي
په سپارښتنو کې ویل شوي، ناټو ته به پوځي سامان نه ځي

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان پارلېمان له امريکا سره د اړيکو لپاره په منظورو کړو وړانديزونو يا سفارشاتو کې راغلي چې په پاکستان کې بايد امريکا ډرون بريدونه ونه کړي، د ناټو لپاره لاره دې د وسلو د وړلو لپاره نه کارول کېږي او امريکا دې تېرکال د ناټو له خوا د پاکستاني پوځيانو پر وژلو بښنه وغواړي.


نور کار د حکومت دی

د دې وړانديزونه د جوړونکې پارلېماني کميټې غړي او د عوامي نیشنل ګوند يوه مشر افراسياب خټک مشال راډیو ته وويل چې د پارلېمان کار ختم شو او اوس به حکومت فیصله کوي چې د دې وړانديزونو په رڼا کې له امريکا سره د اړيکو د پالیسۍ تفصيل څنګه جوړوي.

هغه وويل د امريکايي ډرون بريدونو پر ځای دې پاکستان پخپله د ترهګرو خلاف کار روايي وکړي او په وينا يې د وړانديزونو تر منظورېدو وروسته، اوس دا د حکومت کار دی چې د ناټو لاره په کوم شکل خلاصوي:

((نه شم ويلای چې حکومت به کله د ناټو لپاره لاره خلاصوي او يا دا چې خلاصوي يې او کنه؟ که خلاصوي يې نو څنګه؟ دا د حکومت خوښه ده. [د ډرون بريدونو په اړه وايم چې] په نړۍ کې هيڅ يو ملک ته د ا د منلو وړ نه ده چې له خوښې پرته دې يې يو بل هيواد راشي او دلته دې بريدونه وکړي او بيرته دې لاړ شي. موږ وايو چې پريږدئ پاکستان پخپله د دغو ترهګرو خلاف کار روايانې وکړي. دا چې دا ترهګر د نورې دنيا تر څنګ پاکستان ته پخپله هم خطر دی نو پاکستان مجبوره دی چې پر ضد يې کار روايانې وکړي. ))

موږ لارې خلاصېدو ته نه پرېدو

له دې کميټې څخه د جماعت اسلامي مذهبي ډلې پروفیسر خورشيد احمد د اعتراض په توګه وتلی وو.

مذهبي ډلې وايي پاکستان نه پرېږدي چې لارې خلاصې کړي
مذهبي ډلې وايي پاکستان نه پرېږدي چې لارې خلاصې کړي
د دې ګوند يو بل مشر پروفیسر محمد ابراهيم مشال راډیو ته وويل پر دې وړانديزونو اعتراض لري او له هرې ممکنې لارې به د ناټو لار بنده وساتي:

((دا [وړانديزونه] ډېر د خندا وړ دي. دوی له امريکا خواست کوي چې معافي دې ترې وغواړي. معافيانې په خواستونو نه غوښتل کېږي. بله خبره دا چې دوی وايي وسلې به نه پرېږدي نو دا نو لا څنګه خبره ده؟ که نور شيان ناټو ته پريږدئ نو بيا دې وسلې هم ورته پرېښودل شي. خبره دا ده چې دوی (پاکستان) امريکا خپله دښمنه ګڼي او که ځوروي يې نو بيا خو دې ښکاره ميدان ته راووځي. دوی وايي معافي وغواړئ امريکا وايي نه يې غواړو، دوی وايي ډرون بريدونه مه کوئ، امريکا وايي کوو يې. نو دا خبره خو واضحه ده. موږ به د ناټو د رسد د مخنيوي لپاره خلک سړکونه ته [راوباسو] او په هغه سیمو کې به ډېر زور راوړو چې ناټو ته پرې سامانونه وړل کېږي. ))

د مذهبي ډلو اعتراض بې ځایه دی

خو افراسیاب خټک وايي د مذهبي ګوندونو له خوا د غندنو او اعتراضونه بيانونه هسې نمایشي دي:

((ځينې سياسي ګوندونه د خپل سیاست لپاره تيزې، تيزې خبرې کوي چې خلک ورته لاسونه وپړکوي او چکچکې ورته ووهي. د دې سفارشونو د جوړولو لپاره د مذهبي ګوندونو استازو هم تجويزونه ورکړي او په دې وړانديزونو کې شامل شوي دي. د دوی هم تسلي شوې چې دا سفارشات د پاکستان په ګټه دي.))

مبهم وړاندیزونه

د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر اعجاز خټک وايي، د پارلېمان دا وړانديزونه واضحه نه دي.

دی زیاتوي: ((داسې نيمګړي غوندې خبره ده. زما په خيال د امريکا سره به د پاکستان اړيکې همداسې پاتې شي. ماته خو کوم واضحه فرق نه ښکاري. ))

امريکا ويلي په ۲۰۱۴ کال کې به د دوی په مشرۍ د ناټو پوځيان له افغانستان څخه ووځي نو آيا د پاکستان له لارې به دوی ته د خپلو پوځي سامانونو د بيرته د لېږد اجازه ورکړل شي؟

افراسیاب خټک زیاتوي، دا تفصیل به حکومت ټاکي او د دوی وړانديزونه يوازې عمومي لارښوونې دي.
XS
SM
MD
LG