د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۱۳مه)



ژباړه: ملیحه امیر زاده، مشال راډیو

وال سټریټ جرنل

وال سټريټ جرنل کې په يوه مقاله کې ليکل شوي په افغانستان کې داسې نه ښکاري جګړه به په آسانه وګټل شي. خو خپل هدفونه تر لاسه کولو ته نږدې يو. د ليکوالانو په خبره د 2014م کال تر آخره به دې ته نور ضروروت نه وي چې په زيات شمېر کې دغلته جنګي ځواګونه وساتل شي

په مقاله کې ليکل شوي په مجموعي ډول که و کتل شي نو يوې خوا ته نيټو او افغان حکومت کافي مشکلات لري. خو بيا بل لورې د جنګ په ميدان کې طالبانو ته ماتې ورکړل کيږي او افغان ولس د طالبانو په اړه ډېره نا خوښي لري.

د مقالې په خبره، نو ځکه زموږ مشکلات د دښمن په پرتله کم ښکاره کيږي. او هغه صورت کې دغه جګړه کې دښمن بر لاسې کيداې شي که موږ داسې کيدلو ته موقع ورکړو او هغوي زموږ د کمزوريانو نه ګټه پورته کړي.

وال سټريټ جرنل ليکي، په اصل کې کابل يو خوندي ښار دې، چې افغان امنيتي ځواکونه يي ساتنه کوي. د دښمن لخوا د 1 فيصد نه کمې حملې په دغه ښار کې کيږي چې د عراق د بغداد او د پاکستان کراچۍ ښار نه کم خطرناک دې.

خو بيا په ميډيا کې د طالبانو لخوا څرګندونې د دې بريدونو په اړه مبالغه کوي. په ورستيو څو مياشتو کې په دغه ښار کې يو بريد هم نه دې شوې خو په خبرونو کې داسې څه ښه خبر نه خپريږي

په مقاله کې ليکل شوي د امريکايي پوځي بيلز د پيښې او هاغه واقعې نه علاوه چې يو افغان دوه برتانوي سرتېري وژلې وو، په جنوب کې تشدد کم شوې دې.

د نيټو چارواکي وايي که ډېر نه نو د زياتره طالبانو د وسلې زخيرې له مينځه تللي ، او په هلمند او قندهار کې څارنه ښه شوې. د هيواد شمالي او مغربي برخو کې حالات د 2002م او 2007 م کال د مودې په پرتله که څه هم خراب دي خو د 2009م 2010م کال په مقابله کې بيا هم ښه دي.


واشنګټن پوسټ

بلخوا واشنګتن پوسټ ورځپاڼه ليکي د ايران په اړه په استمبول کې دا هفته کيدونکي مزاکرات کيداي شي آخري موقع وي چې د هيواد د ايټمي پروګرام پرامنه حل را ووځي.

که چيرې تهران بيا هم په دې لړ کې انکار وکړي او په زمکه کې دننه په يو نوي مرکز کې بيا هم يورانيم غني کړي ، کيداي شي د اسرايل او يا د امريکا لخوا پوځي عمليات ضروري شي

په مقاله کې ليکل شوي داسې خيال نه کيږي چې امريکا او پنځه ملګري هيوادونه به ايران سره د دغه هيواد لخوا د ايټمي خطر د ختمولو او يا د مسلې په اړه د ملګرو ملتونو قرداد سره سم کوم تړون ته ورسيږي.

په مقاله کې پوښتنه مخې ته راغلې په داسې حال کې کومه منځ ګړې جوړه کيداي شي چې ورسره به د ممکنه جنګ خبرې بندي شي؟ مقاله زياتوي د اوبامه انتظامېې په دې اړه اشارې ورکړي چې څه ضروري ګڼي.

امريکا غواړي ايران دې د يورانيم تر 20 فيصده غني کول ودروي ، د 100 کلوګرامو برابر هاغه سونګ مواد چې تر دغه کچې يي له اول نه غني کړې هغه دې برآمد کړي او په قوم کې په زمکه کې دننه خپل نوې ايټمي مرکز بند کړي.

په مقاله کې ليکل شوي هغه څوک چې دا فکر کوي د ايران پر ضد پوځي عمليات نه ضروري دي او نه په راتلونکو مياشتو کې د عقل کار ښکاري ، د انتظاميي د شرايطو سره سم يو تړون ته رسيدل به تر څه حده يوه ښه خبره وي. خو قانع کونکې به نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG