د لاسرسي ځای

له امریکا سره د اړیکو په اړه پارلېماني سپارښتنې


د پاکستان پارلېمان تر اوږدو ناندریو وروسته د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې تر منځ شپې هغه مسوده تصویب کړه چې په کې دولت ته له امريکا سره د دوه اړخیزو اړیکو په باب ۱۴ سپارښتنې شوي.

که څه هم په دې مسوده کې په افغانستان کې د دېره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ د ځمکنۍ لارې، د بیرته پرانستو خبره نه ده شامله خو ویل شوي، چې د ملي امنیت ځانګړې کمېټه به په خپلو راتلونکیو غونډو کې په دې باب هم ورته تصمیم ونیسي.

په دغه مسوده کې راغلي چې دولت باید په راتلونکي کې د پاکستان له لارې د ناټو د نظامي اکمالاتو کلک مخنیوی وکړي خو د نورو هغو په باب څه نه دي ویل شوي.

همدا شان، د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو، چې له کالونو راهیسې د پاکستاني مطبوعاتو او سیاسي ګوندونو د بحثونو یوه توده موضوع ده د سمدستي بندولو غوښتنه شوې او پر دې هم ټينګار شوی، چې ناټو ځواکونو ته باید په راتلونکي کې د پاکستان په خاوره کې دننه د سخت دریزو وسله والو پرضد د ځمکني یا هوايي بریدونو اجازه ورنکړل شي.

په پاکستان کې د متحدو ایالاتو او نورو هیوادونو د استخباراتي مامورینو په باب ویل شوي، چې په کلکه دې د ټولو استخباراتي ادارو د پټو او ښکاره فعالیتونو مخنیوی وشي.
XS
SM
MD
LG