د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره اړیکي، ۱۴ سپارښتنې حکومت ته ورکړل شوې


په سپارښتنو کې ویل شوي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید ودرول شي
په سپارښتنو کې ویل شوي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید ودرول شي


پېښور - د پاکستان پارلېمان تر اوږدو ناندریو وروسته د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې تر منځ شپې هغه مسوده تصویب کړه چې په کې دولت ته له امريکا سره د دوه اړخیزو اړیکو په باب ۱۴ سپارښتنې شوي.

که څه هم په دې مسوده کې په افغانستان کې د دېره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ د ځمکنۍ لارې، د بیرته پرانستو خبره نه ده شامله خو ویل شوي، چې د ملي امنیت ځانګړې کمېټه به په خپلو راتلونکیو غونډو کې په دې باب هم ورته تصمیم ونیسي.

د پارلېمان په دې غونډه کې، چې د جمعې په شپه د ولسي جرګې یا قامي اسمبلۍ په تالار کې جوړه شوې وه د مشرانو جرګې یا سینېټ غړیو هم ګډون درلود.

په سینېټ کې د ملي امنيت کمېټې مشر رضا رباني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې د دې کميټې غړیو تر اوږدو بحثونو وروسته دغه مسوده ترتیب کړې او تمه يې څرګنده کړه، چې دولت به يې په عملي کولو کې سمدستي ګامونه پورته کړي.

ناټو ته به پوځي سامان نه ځي

په دغه مسوده کې راغلي چې دولت باید په راتلونکي کې د پاکستان له لارې د ناټو د نظامي اکمالاتو کلک مخنیوی وکړي خو د نورو هغو په باب څه نه دي ویل شوي.

د مومندو تر پېښې وروسته پاکستان په افغانستان کې ناټو ته سامان وړل بند کړل. اوس په سپارښتنو کې راغلي، باید دا ګاډي وسله یونسي.
د مومندو تر پېښې وروسته پاکستان په افغانستان کې ناټو ته سامان وړل بند کړل. اوس په سپارښتنو کې راغلي، باید دا ګاډي وسله یونسي.
همدا شان، د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو، چې له کالونو راهیسې د پاکستاني مطبوعاتو او سیاسي ګوندونو د بحثونو یوه توده موضوع ده د سمدستي بندولو غوښتنه شوې او پر دې هم ټينګار شوی، چې ناټو ځواکونو ته باید په راتلونکي کې د پاکستان په خاوره کې دننه د سخت دریزو وسله والو پرضد د ځمکني یا هوايي بریدونو اجازه ورنکړل شي.

په پاکستان کې د متحدو ایالاتو او نورو هیوادونو د استخباراتي مامورینو په باب ویل شوي، چې په کلکه دې د ټولو استخباراتي ادارو د پټو او ښکاره فعالیتونو مخنیوی وشي.

لفظي تړونونه به نه کېږي

د ملي سلامتیا په باب په یوه برخه کې راغلي، چې له هر بهرني هیوادسره دې یواځې لیکلې معاهدې د اعتبار وړ وبلل شي او هیڅ وزیر یا بل دولتي مقام ته دې د لفضي تړونونو کولو اجازه نه ورکول کیږي او که په تیرو وختونو کې داډول معاهدې شوې وي ټولې دې باتلې وګڼل شي.

د بهرنیو اړیکو په باب په دې مسوده کې غوښتنه شوې، چې له چین او روسيې سره اړیکي دې پياوړي او نور هم وغځول شي.

همدا شان، په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په باب سپارښتنه شوې، چې یواځې د هغو هڅو ملاتړ دې وشي، چې مشري يې پخپله د افغانانو په لاس و واک کې وي.

باید سپارښتنې عملي شي

د ملي امنيت کميټې په خپلو سپارښتنو کې ټينګار کړی، چې د امريکا متحد ایالات دې د مومندو په سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ پر هغه پوسته د برید په اړه بښنه وغواړي، چې په ترڅ کې يې تر شلو ډير پاکستاني پوځيان ووژل شول.

د پاکستان پارلېمان د ملي امنيت کميټې دغه سپارښتنې په داسې حال کې ومنلې او له حکومت څخه يې په سمدستي توګه د عملي کولو غوښتنه وکړه، چې په دې وروستیو کې له امریکا سره ددې هیواد اړیکې د بل هر وخت په نسبت ترینګلې دي.

په ۲۰۱۰ کال کې په لاهور کې د یوه امريکا له لاسه د دوو پاکستانیانو وژنې او په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن موجودیت د دواړو هیوادونو په پیکه اړیکو کې ستونزې رامنځته کړې.

دغه کشالې لا نه وې اوارې چې شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د ناټو هلیکوپترو د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته برید وکړ او ۲۴ پوځيان يې ور ووژل.
XS
SM
MD
LG