د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورکیې کې د پوځیانو کورونه تالاشي شوي


له ترکې څخه رپورټونه وايې پوليسو د تازه پلټنو په لړ کې د يو شمير پخوانيو پوځيانو د کورونو تلاشي اخستې ده.

چارواکي وايې د د ريټاېرډ جنرال سيوک بير په ګډون د هغو يو شمير مشکوکه پوځيانو وارنټ جارې شوی دی چې په نوولس سوه اوه نوي کې يې د وزيراعظم رجب طيب اردغان د حکومت د رانسکورلو هڅه کوله .

د رواني مياشتي په پيل کې ترکي د نوولس سوه اتيا د کودتا په لړ کې د دوو پخواني پوځي مشرانو محاکمه پيل کړې وه.

په لسګونو مشکوکه پوځيان، اکاډميکانو، خبريالان او وکيلان هم د حکومت د رانسکوره کولو په دعوي شوي پلان کې د لاس درلودلو په لړ کې جلا محاکمه کيږي.

د پوځ چې ځان په ترکې کې د سيکولرزم محافظه ګڼي او د اردګان د حکومت او دده اسلامي جرړي لرونکي جسټس ايڼډ ډيوپلپمنټ ګوند ترمينځ په دې وروستيو کلنو کې تاو تريخوالۍ ډير زيات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG