د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانۍ نل لیکې په بدل کې سعودي عرب مراعات نه راکوي


پاکستان هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې سعودي عرب له ايرانه د نل لیکې د نه غځولو په بدل کې پاکستان ته د مراعاتو وړانديز کړی دی.

په اسلام آباد کې د اپرېل په ۱۲مه، خپلې اوونيزې خبري غونډي ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط وويل سعودې عرب يې د هيواد ښه ملګری خو دا خبره بې ځايه ده چې ګواکې هغه د ايران د پایپ لاین د غځولو مخالف دی.

عبدالباسط هیله و ښوده چې د پارلېمان لخوا د سپارښتنو تر منلو وروسته به پاکستان او امريکا په ګډه د دوه اړخيزه اړيکي، له نوي سره تشريح کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG