د لاسرسي ځای

تازه خبر

راسموسېن، له کرزي سره لیدلي


د ناټو عمومي منشي، چې اوس مهال کابل ته په سفر دی، د اپرېل په ۱۲مه یې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې دی د اپرېل د ۱۱مې په شپه کابل ته رسېدلی وو.

د ناټو عمومي مشر، له افغان ولسمشر سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې له ښاغلي کرزي سره یو ځای راڅرګند شو.

ولسمشر کرزي وویل، چې له اندرې فوغ راسموسېن سره یې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې و کړې:

(( نن موږ له ناټو سره د افغانستان د اړیکو او د افغان ځواکونو د ښې روزنې او تجهیز په اړه خبري وکړې، دغه راز موږ د انتقال د پروسې او د دې پروسې د سرعت په اړه وغږېدو.))

ویل کېږي، چې دواړو لورو د شیکاګو د غونډې پر څرنګوالي هم خبري و کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG