د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ګاونډیو لاسوهنه افغانستان سولې ته نه پرېږدي'


د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد -
د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د سولې د فعاليتونو او هلو ځلو د ارزونې په خاطر يوه غونډه جوړه شوې وه.

دې غونډه کې د ننګرهار ولايت پر چارواکو سربېره قومي مشرانو او له کابله د سولې د عالي شورا له دفتره راغلي يوه پلاوي هم ګډون کړى وو.


د سولې له پاره د ګاونډیانو ایمانداري ضروري

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي دې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، تر هغې چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنې کوي، سوله نا شونې ده.

د ننګرهار والي ګل اغا شېر زی
د ننګرهار والي ګل اغا شېر زی
((د دې غونډې موخه دا ده چې حکومت او ولسونه سره لاس يو کړي او د سولې په راوستو کې يو له بل سره مرسته وکړي. همدا رنګه، بايد ګاونډي ملکونه د سولې د سولې په راوستو کې په ايماندارى سره کار وکړي. نور بايد زموږ د افغانانو وينې تويې نه شي. د سولې د دفتر مشران په نښه نه شي. همدا رنګه د افغانستان له مرکزي دولت او ناټو څخه هم غواړو چې داسې يوه منظمه ستراتيژي بايد جوړه کړي چې په سمه توګه د امن د راوستو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.))

نا امني ګاونډیو پیدا کړې

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطا الله لودين هم وويل، چې ټول هېوادوال په دې پوه دي چې ناامنۍ او ستونزې د ګاونډيو له خوا راپيدا شوې دي.

((نن چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې حضور لري، نو زموږ ګاونډيان په دې اعتراض لري چې ګويا افغانستان اشغال شوى دى. پوښتنه دا ده چې دا بهرنيان په کومه لاره دلته راغلل؟ د چا فضا يې د افغانستان ته د راتلو پروخت وکاروله؟ په دې سيمه کې خو د امريکا د ستراتيژيکو هدفونو د تر سره کولو په لار کې افغانستان له امريکا سره ولاړ نه وو. همدې ګاونډي ملک د خپلو ګټو په خاطر خپل يو دوست نظام ( د طالب واکمني) يې ورته ړنګه کړه، خپله خاوره او فضا يې امريکايانو ته په اختیار کې ورکړه.))

جهادیان دې نور په کور کېني

د ننګرهار د خلکو استازی، فریدون مومند
د ننګرهار د خلکو استازی، فریدون مومند
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند په خپله وينا کې له جهادي رهبرانو څخه وغوښتل چې نور د سياست له ډګره ووځي.

(( د روسانو [تر] وتو وروسته، چې زموږ جهادي رهبرانو په افغانستان کې کوم حالت راوستى وو، له هيچا پټ نه دى. نن د سولې د عالي شورا د مشرتابه په خاطر زموږ د رهبرانو تر منځ ډزې روانې دي. ټول افغانستان او اوملت د اور لمبوته اچولى وو خواوس د سولې د عالي شورا مشرتوب غواړي. دا اوس يو بزنس ګرځېدلى دى، دا سوله نه ده. موږ يې منو چې دا زموږ رهبران دي، جهاد يې کړى دى، د وطن د ازادۍ لپاره يې قربانۍ ورکړي دي، تکليفونه يې تېر کړي دي. نوردې په کور کېنې. ۸۰، ۸۰ کاله يې عمرونه دي، موږ يې احترام کوو، موږ به ورځو ورته دعا به ترې اخلو. مشورې به ترې اخلو. نوردې په کور کې کېنې.))


ياده دې وي چې له تيرو څلورو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د سولې عالى شورا دفتر په رسمي توګه په کار پيل کړي دي.

د دغه دفتر مشر ملک نذير وايي چې تر دې دمه په ننګرهار کې د سولې له بهير سره ٧٧ تنه د دولت وسله وال مخالفين د خپلو سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى شوي.

خو د ولسي جرګې غړى فريدون مومند بيا وايي چې د طالبانو په نوم ولسي خلک د سولې بهيرته د امتياز اخيستو په خاطر راوستل کېږي.
XS
SM
MD
LG