د لاسرسي ځای


ظفرکریمي: مشال راډیو

کراچۍ: د کراچۍ په ښار کې اورنګي ټاون هغه سېمه ده چې د اخ و ډب د پېښو پر مهال پکې ښاریانو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي ـ د اورنګي ټاون فرید کالونۍ کې اوسیدونکې قاري شهزاد یو له هغه کسانو څخه و چې په کراچۍ کې د تازه رامنځته شویو پېښو ښکار شوی دی ـ

د قاري شهزاد مشر ورور صمد وایي د شهزاد عمر ۲۸ کاله و ـ هغه به سهر مهال مدرسه کې د قران شریف سبق ویلو او د ماسپخین څخه تر مازیګره به یې ماشومانو ته سبق ښودلو ـ د هغه په خبره کشر ورور به یې ماښام نه وروستو د اردو چوک په سېمه کې په یو هوټل کې مزدوري کوله ـ

(سبق به یې ماشومانو ته ښودلو او پخپله به یې هم سبق ویلو ـ ډېر بې ضرره و ـ دشپې به ګېنټې دوو له اردو چوک ته ورتلو ځان ته به یې روزي ګټله ـ اوس څه د خېټې او بچو لپاره د کوره وځو که نه وځو نه څه وکړو ؟ که د کوره ووځو دغه حال مو وي ، وژل کېږو او که نه وځو نو ماښام له به بچو له څه ورکوو؟)

هغه وایي ښار کې د حالاتو د خرابیدو په لومړي ماښام یې ورور د کار لپاره هوټل ته لاړو او بیا یې ترۍ تم شو ، پنځه ورځې روستو چې کله ښار کې لږه لږه ارامي شوه، نو هغه ته د ورځپاڼې له لارې مالومه شوه چې ورور یې پنځه ورځې مخکې وژل شوی دی او د ژغورنې ادارې ایدي سره د بې وارثو مړو په قطار کې کې پروت دی .

(د هړتالونو له وجې درې ورځې کور کې د روزۍ درک نه و ـ د اتوار په ورځ د کوره ووتلم ، ماته دا پته هم نه وه چې زما ورور به هم څوک وژني ـ نو د قاري صېب (شهزاد) تصویر د هغه ملګرو اخبار کې کتلی و، بیا یې اخبار کور ته رالیږلې و ـ زه چې ماخوستن راغلم راته مالومه شوه ـ هغه پنځه ورځې مخکې وژل شوې و ـ بیا ورپسې زه د ایدي سنټر ته ورغلم ـ ورور مې راوړو او بیا مو ښخ کړو .)

د پښتونخوا صوبې چترال سېمې سره تعلق لرونکی صمد وایي مور او پلار یې پخوا مړه شوي دي او هغوي په دې دنیا کې صرف دوه ورونه وـ د هغه په خبره د خپل کشر ورور د مرګ روسته ورته ژوند پیکه او بې خونده ښکاري ـ
(زمونږ خو وس نشته ، مونږ خو غریب خلک یو روره ـ زما خو ملا ماته ده ، هیڅ نشم ویلې ـ خو زما د ټول پاکستان نه ګیله ده ـ زما د زرداري صېب نه ګیله ده په مونږ پښتنو په کراچۍ کې ډېر ظلم کیږي)

د خپل زلمي ورور تر وژل کیدو روستو صمد د ذهني فشار سره مخامخ دی،ځېنې وخت هغه هیڅ خبرې نه کوي او صرف ژاړي او کله بیا د غصې څخه په ډکه لهجه کې څه داسې وایي،
(زما کور کې چاړه نشته چې پیاز پرې کټ کړمه ،خلکو کره مشینان او ټوپکې پراته دي ـ کراچۍ ته چې کومه وسله راغلې ده دا رحمان ملک راوړې ده ، رحمان ملک ــــ رحمان ملک چې په کومه ورځ کراچۍ ته راشي هغه ورځ ټول پښتانه په بورو کې بندیږي ـ رکشه والا په رکشه کې مري ، ټیکسي والا په ټېکسي کې مري ـ بیا زما پښتون ورور په هر ځایې کې مري.)
په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ ډب پېښو کې روستو له هغې زیاتوالی راغۍ ،کله چې دوه هفتې وړاندې د ښار پي ای بي کالونۍ په سېمه کې نامالومه وسله والو د ایم کیو ایم ګوند دوه غړي ووژل ـ

د ایم کیو ایم د غړو تر وژل کیدو روستو ښار کې د تشدد په پېښو کې د قاري شهزاد ترڅنګ په لسګونو کسان وژل شوي دي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي ـ
XS
SM
MD
LG