د لاسرسي ځای

د انډونیشيا د بحر هند په سيمه کي د ۸،۷ رېکټر سکېل زلزله راغلې


انډونیشيا د بحر هند په سيمه کي تر هغه وروسته د څونامي خبرداری ورکړی کله چي د دغه هيواد په شمالي صوبه اچې کي د ۸،۷ رېکټر سکېل زلزله راغله. له راپورونو سره سم د دغه زلزلې تکانونه په هندوستان، ملېشيا، تهايلېنډ او سينګاپور کي هم محسوس کړل شول.
هندوستان هم د څونامي خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د هيواد له شرقي ساحل سره يې د شپږ ميټره جګو څپو ويره ده.


د ۲۰۰۴م کال د دسمبر په مياشت کي د څونامي له کبله د انډونيشيا په اچې صوبه کي ۱۷۰۰۰۰ کسان او د بحر هند په نورو ۱۳ هيوادونو کي ۲۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG