د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاک افغان پوله څارنه


سرچینه:ایکسپريس ټریبيون
ژباړه: بشير ګواښ

په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ضد کاريدونکي له پاکستان څخه ورتلونکي چاوديدونکي موادو په اړه پر پاکستان فشارونه اچولي، پاکستان وايي د دغه کار د مخنيوي لپاره پر سرحدي پوسټونو کې ځانګړي روزل شوي امنيتي ځواکونه تعنياتوي.

له پاکستان څخه خپريدونکې ورځپاڼې، ایکسپريس ټریبيون ليکلي چې د پاکستان پوځ د چاوديدونکو موادو او په کور دننه د جوړيدونکو ماينونو د مخنيوي لپاره د افغانستان سره پر پوله ځانګړي پوځيان ګماري.

د ورځپاڼې په وينا دوی ته د رسيدلي يو سند تر مخه ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوي چې پر پوله څارنه ډيره کړي. ایکسپريس ټریبيون ليکلي چې پر پوله د پاکستان د پوځ په خوا او شا اته سوه او شل پوسټونو کې امنيتي ځواکونه د کیلشيم امونيم نايټریټ پر وړلو راوړلو د نظر ساتلو لپاره روزل شوي دي.

په عامه توګه کیلشيم امونيم نايټریټ په پټو کې د سرې په توګه کاريږي خو د بمونو جوړولو لپاره د موادو مهمه برخه هم جوړوي. د رپورټ ترمخه د چاوديدونکو موادو د موندلو او له منځه وړلو لپاره سرحدي ځواکونه يا ايف سي او پولیس هم روزل شوي دي.

ايکسپریس ټریبيون ورځپاڼې ليکلي چې که څه هم تير کال د ناټو لخوا د پاکستاني پوځيانو د وژلو وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې ډيرې خرابې شوي خو بيا يې هم د جاسوسي معلوماتو د شريکولو بهير ونه دراوه.

په دې وروستيوو کې امريکې پر پاکستان فشار زيات کړی چې په افغانستان کې دې د دوی پر پوځيانو د بريدونو لپاره د کاريدونکو چاوديدونکو موادو مخنيوي وکړي چې د رپورټونو ترمخه له پاکستان ورتلونکو کیلشيم امونيم نايټریټ سرو څخه جوړيږي.

ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼې ليکلي چې په سيمه کې د کور جوړو ماينونو د مخنيوي لپاره بايد افغان امنيتي ځواکونه هم ورته ګامونه واخلي تر څو پر پوله د کیلشيم امونيم نايټریټ سرې د قاچاق مخه بنده کړل شي.

د ورځپاڼې ترمخه چاوديدونکو مواد نه يوازې د پاکستاني پوځيانو بلکې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو د ډيرې مرګ ژوبلې سبب ګرزي .

د دې ترڅنګ تر ټولو ډير ولسي وګړي هم له همدې امله وژل کيږي. د ایکسپریس ټریبيون په وينا په کور د جوړو ماينونو او چاوديدونکو موادو له زيان څخه د بچ کيدو لپاره امريکا يوه اداره هم لري چې په يوه کال کې د دې موادو د مخنيوي لپاره درې بيلينه ډالره بجټ لري او له ۲۰۰۶ کال راهيسې يې د دغه ادارې د چارو لپاره شل بيلینه ډالر لګولي.
XS
SM
MD
LG