د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۴ م کال وروسته به د افغان ځواکونو په شميره کې کمی راوستل کیږي


سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه: ګل ایاز

د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ ويلي چې د ۲۰۱۴م کال وروسته به د افغان ځواکونو په شميره کې د ځمکنیو حالاتو ته په کتو کې رواستل شي. د روان کال تر اخرې پورې به د افغان ځواکونو شمېره درې لکه او دوه پنځوس زرو ته ورسيږي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د دفاع وزير جنرل عبدالرحيم وردګ له خولې ليکلي چې، د دوی حکومت او نړيوال ملګري يي د جګړی په برخه کې د لګښت په ترڅ کې په اصولي توګه سلا شوي دي، چې تر ۰۱۴م کال وروسته به د افغان ځواکونو په شميره کې کمی راولي او دا شميره به د دوه لکه او ديرش زرو پوري کمه کړي.

د موجوده پلان ترمخه، د افغان ځواکونو شميره به د روان کال تر اخرې پورې دري لکه او دوه پنځوس زره ته ورسيږي. افغان او نړيوال چارواکي په دي خبره سلا شوي چې د ۲۰۱۴م کال تر مخکې د ځواکونو په شميره کې کمې شورو کول به سمه نه وی او هغه ځکه چې رارون مياشتو کې به بهرملکي ځواکونو په شميره کې کمې راشي او د امنيت ذمه واري به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورځپاڼه د ښاغلي وردګ د خولي ليکي چې د ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان ځواکونو په شميره کې کمې د هغه پلان برخه ده چې د افغان ملي اردو، پوليس او د پولي د حفاظت ماموريت په ښه ډول ترسره کړي.

نوموړي په دي خبره ټینګار وکړ چې د افغان امنيتي ځواکونو کمې به د اورپکو پرضد د جګړي څخه نتيجو په رڼا کې کوي او راروان کلونو کې به د امنيتي حالاتو ته په کتو دا بهير تند يا يې په رو کړي.

ورځپاڼي د ښاغلي وردګ د خولي ليکلي چې (دا موضو ځکمنۍ بشپړتيا سره تړلي شوي چې ايا د ځواکونو په شميره کې کمې راوستل شي او که نه؟)

نوموړی زياتوي چې امنيتي وضعه ښه کولو لپاره به ډير وخت ولري.

ورځپاڼه ليکي چې په نېټو کې شامل د غړي هيوادونو مشران د شکاګو کانفرس تياري کوي او دا خبره به سنجوي چې څنګه نړيوال ملګري د افغان ځواکونو مرستو ته دوام ورکړي.


دا وخت افغان ځواکونو تنخواګاني، روزنه او نور سامانونه بهرملکی حکومتونه ورکوي او هر کال پرې د اوو اربه ډالرو نه زيات لګښت راځي.
ورځپاڼه ليکي، د امريکا او غربي چارواکو دا خبره په پام کې نيولې چې امکان دی، د ۲۰۱۴م کال وروسته به د افغان ځواکونوو لپاره په مرستو کې کمې راشي او هر کال به څه نا څه څلور اعشاريه يو اربه ډالر ورکړل کیږي.
XS
SM
MD
LG