د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د بلۍ په شخړه جګړه


د ضلع بنو پولیس تېره ورځ د نیم قبایلي سیمې مهمند خیل قبیلې پر ضد د دولت د فیصلې نه سرغړونې په ترڅ کې د لټون عملیات کړي دي، چې تر پنځه شپیته کسان یی نیولې دي.

د مشال ریډیو خبریال وایی وروسته بیا د مهمند خیل قبیلې نه یو جلوس را ووتلو چې د تیت و پرک کولو لپاره پرې پولیس اوښکې بیونکې ګیس او هوایی ډذې وکړې. د دغه ډذو په نتیجه کې دوه کسان ژوبل شوي او یو بل کس د زړه د دورې له کبله مړ شوی.
په نیول شویو کسانو کې د مهمند خیلو قبیلې د امن کمیټۍ مشر په ګډون یو شمېر مشران شامل دي.
د مهمند خیل او پاتک خیل قبیلو تر مینځ د بلۍ په تقسیم د تېرو دوه میاشتو نه تاؤ تریخوالې روان دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG