د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاپي د پروژې د عملي کیدو په لاره کې د افغانستان له ترکمنستان سره همکاري


د ټاپي د پروژې د عملي کیدو په لاره کې افغانستان له ترکمنستان سره په هر اړخیزه توګه همکار دی.

افغان ولسمشر حامدکرزی وایي په اقتصادي غونډه کې دې ته په اشارې سره چې د ټاپي د ګیسو د نل لیکې پروژه ، په اقتصادي او د سیمه ایزو همکاریو په ډګرکې د افغانستان لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، ټینګار یې وکړ چې د دغې پروژې د عملي کیدو په لاره کې دې د افغانستان له اړخه د ترکمنستان له هېواد سره په هر اړخیزه توګه همکاري ترسره شي.


په دغه غونډه کې چې د پخوانیو اقتصادي غونډو په دوام، تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د ترکمنستان پلازمېنې اشک اباد ته د افغاني پلاوي د سفر په باب خپل رپوټ وړاندې کړ او وې ویل چې د ده په مشرۍ افغانی پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ودې لپاره په بیلابیلو برخوکې د ترکمنستان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه چې په مقابل کې د ترکمنستان لوري د دغو همکاریو د دوام او پراختیا، په ځانګړې توګه د ګیسو د مناسبې بیې په برخه کې ډاډ څرګند کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG