د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام د ښارونو نه خپل ځواکونه او ټینکونه د ویستللو مهلت له پامه غورځولی


د شام په اړه د شورو په ورځ له هغې وروسته اوس هم سفارتي هلې ځلې روانې دي چې دمشق د ښارونو نه خپل ځواکونه او ټینکونه د ویستللو مهلت له پامه غورځولی.
د شام په اړه د ملګرو ملتونو او د عربي نړۍ خاص استازې کوفي عنان به تهران ته ورځي څو د شام په اړه له ایراني لوړ پوړو چارواکو سره و غږیږي. تهران د شام په پاتی شویو ملګرو کې یو دې.
د نهې په ورځ عنان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نه غوښتنه کړې وه چې دولسم اپریل پورې د ځواکونو د ویستلو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي چې د عنان د پلان تر مخه د ډزبندیز اخري تاریخ ټاکل شوې وو.

بل لورې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیرې سوزین رایس د نهې په ورځ د شام په اړه د سلامتي کونسل د غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، (څنګه چې خاص مشترک استازي کوفي عنان ویلي چې د هغه په فکر حکومت سره اوس هم موقع شته خپلې ژمنې پوره کړي. او که چیرې د دولسم اپریل نه مخکې داسې وکړي نو اوس هم یوه موقع شته چې دغه تشدد بند شي. )
په واشنګټن کې به د خارجه چارو وزیره هیلري کلنټن د خپل روسي سیال سرګي لاؤروف سره د شام په اړه خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG