د لاسرسي ځای

په ایران کې په ذده کونکو په پوهنتونونو کې په داخلیو بندیزونه


ایران به د یونیورسټۍ د ذده کړې نه په هاغه چا بندیز لګوي چې په 2009م کال کې یی د صدر محمود احمدي نژاد د بیا صدر ټاکلو په لړ کې د انتخاباتو مخالفت کړې وو.
د ارنا خبري اژانس په خبره د ایران د ساینس او تعلیم وزیر کامران دانش جو ویلي ، که تهران داسې ګام نه وې اخیستې نو حکومت ته به دا معلومول ګران و چې حکومت ضد مظاهرچیان څنګه ایراني یونیورسټیانو کې داخل شوي.


په ورستیو څو کلونو کې ځیني اصلاحات خوښي د یونیورسټۍ پروفیسران او ذده کونکي چې د ایراني اسټیبلشمنټ په اړه تنقیدي فکر لري ، د زیات فشار سره مخامخ دي.
یو شمېر ازاد خیاله استازانو ته جبراً د استعفی ورکولو ویل شوي او په درجنونو ذده کونکو باندې په کلاسونو اخیستلو بندیز لګول شوې او جیلونه ته لیږل شوي دي.
XS
SM
MD
LG