د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تښتونې له لارې وېره خپرول


په کوټه کې زده کوونکي د تښتوونو پر ضد د احتجاج پر وخت . ۱۰م مارچ ۲۰۱۲م
په کوټه کې زده کوونکي د تښتوونو پر ضد د احتجاج پر وخت . ۱۰م مارچ ۲۰۱۲م

ژباړه : مجید بابر ، مشال راډیو

پراګ : په يورو اشیا ويب پاڼه کې ليکواله عنبرين آغا ًً د تښتونو په زريعه ترهه ً تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې لیکي چې په پاکستان کې ترهګرې او تندروې ډلې د خپلې سیاسي او مذهبي تګلارې د پرمخ بیولو لپاره اوس په منظمه توګه پر جرمونو کولو تکیه کوي.

ليکواله ليکي چې دا ترهګر اوس د پيسو لپاره خلک تښتوي او له خلکو قلنګونه اخلي او له دې لارې د خپلې ناقانونه ايجنډې د پرمخ بیولو لپاره خرڅ راغونډوي.

مقاله زياتوي چې په ټول پاکستان کې د عامو او خاصو خلکو په تښتولو کې تحريک طالبان پاکستان ، حقاني شبکه ، افغان طالبان ، القاعده او له دې ډلو سره تړاؤ لرونکې نوري وړې وړې ډلې ککړې دي او بيا په دې پیسو دا ډلې په پاکستان کې دننه او د لوېدیځو هيوادونو پر ضد خپل نام نهاد جهاد کوي.

په پاکستان کې د خلکو په تښتونه کې د القاعده د ککړتيا ثبوتونه په ايبټ آباد کې د اوسامه بن لادن له وژنې وروسته له لاس ته راغلو دستاويزاتو په ډاګه شوي دي.

عنبرين اغا په خپله مقاله کې د جنوبي اسيا د بشري حقونو د سازمان د يو رپوټ په حواله ليکي چې دا مهال د پاکستان څلور واړه صوبې د وسله والو سړي تښتوونکو لخوا تر برید لاندې دي. او دوي زياتره ښځي او ماشومان په نښه کوي ، ځکه چې هغوي د وسله والو لپاره اسان هدف دی.

دې سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې په تیر کال کې په ټول پاکستان کې تر اووه زره زیات ماشومان تښتول شوي وو چې د ګڼ شمېر ماشومانو اړه له کراچۍ سره وه.

د مقالې لیکواله عنبرین اغا په کراچۍ کې د پوليسو او ولسي وګړو د یوې کمیټۍ په حواله ليکي چې په قبايلي سيمو کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملياتو له کبله اوس دې ترهګرو د کراچۍ ښار ته مخه کړې ده .

لیکواله زیاتوي ، اوس چې په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له مینځه د تلو په حال کې دي نو ځکه اوس دوي د دې هيواد نورو برخو ته تللي دي . او په ناارامه ښار کراچۍ کی د دې ترهګرو او د مجرمو ډلو تر مينځه يو ډير پرمخ تللې شبکه جوړه شوې ده.

مقاله زياتوې چې مسله یوازې د کراچۍ نه ده بلکه له رپوټونو سره سم د روان کال د مارچ تر ۲۰مي نېټې پورې یوازې د پنجاب صوبې د لاهور په ښار کې د ۴۰۰ کسانو د بې درکۍ پر ضد د لومړنیو پلټنو رپوټونه یا ً ایف ، آی ، آر ً ثبت شوي دي . او په ۲۰۱۱م کال کې په دې ښار کې د پيسو لپاره شاوخوا ۳۰۰۰ کسان تښتول شوی وو او په ۲۰۱۰ کال کې دا شميره تر ۲۸۰۰ یو څه زیاته وه.

ليکواله عنبرين آغا په سوهېلي اسيا کې د ترهګرۍ په اړه د مالوماتي ويب پانې د یو رپوټ حواله ورکوي او زياتوي چې په ۲۰۱۰م کال کې په ټول پاکستان کې ۶۶۴ کسان د پیسو لپاره تښتول شوي وو . په دې کې له قبايلي سيمو ۲۵۱، له بلوچستان صوبې ۱۸۳ ، له خیبر پښتونخوا ۱۷۹ ، له سیند صوبې ۴۳ او له پنجابه ۸ کسان شامل وو ، خو اوس دا شميره په زرګونو کې ده.
XS
SM
MD
LG