د لاسرسي ځای


نجیب عامر، مشال راډیو

پراګ -
شیرین یار یوسف زی د صوابۍ د ( ځروبې ) د ( مناره ) کلي سره تعلق لري. داکثرو پښتنو غوندې دده اصلي د زیږیدو نېټه هم چا نه ده لیکلې، خو په کاغذونو کې او په شناختي کارډ کې لیکل شوي چې دی په ۱۹۶۸ کال کې پیدا شوی دی.

ده ترلسم جوماته پورې دخپل کلي په هايي سکول کې ذدکړې وکړې، خو بیا وروسته ورته دښمني ور په غاړه شوه او دهمغې بدۍ دښمنۍ په نتیجه کې دی د زندان د تورو تمبو شا ته لاړ.

ده ۱۱ کاله په زندان کې تېر کړل، خو هلته یې هم دادب، تعلیم او د سیاسي شعور د بیدارولو لړۍ جاري ساتلې وه.

ده په زندان کې د څوارلسم جومات امتحان پاس کړو، او د شاعرۍ دوه کتابونه یې هم چاپ کړل. دده د شعري مجموعو نومونه دي. ( افغان ګلونه ) او ( اوښکې مشالونه ) ، همدارنګه دوی دشعر او نثر څو نورې ناچاپه مجمعې هم لري.

شرین یار یوسفزی اوس له زندان نه ازاد شوی او په ازاده هوا کې سا اخلي او دخپلو ځوانو جذبو سره ژوند کوي.

دا ګل ګل شخصیت نن د مشال راډیو میلمه دی نو د نن تاتره د شیرین یار یوسف زي په نوم.

خپرونه تاسې دلته اورېدای شئ:


د شیرینیار یوسفزي د شعرونو نمونې:


ستا چې بل په لر او بر د بیلتون اور دی
بیا کابل او پېښور په لوګو تور دی
د جهان ، که د جانان که مې د ځان دی
هریو غم زما د ژوند په اوږو سور دی
زه دې وړی یم سودا د تورو زلفو
ځکه فکر مې په سمه ، په غره سور دی
داخو پت د یارانې درسره پالم
ګینې ستا له تورو زلفو مې زړه تور دی
بند په بند باندې یې تاو کړم لکه پړی
خدایه تاو د بیلتانه کې څومره زور دی
لیونتوب مې انتها ته رسیدلی
شیرین یاره په ما تنګ کلی او کور دی

-------------------------------------

خدای دې وکه چې بیا هغسې ماښام وي
جوړ محفل وي، په ګردش د ساقي جام وي
چنګ په څنګ کې، مطربان په اتڼونو
زیر او بم یې هر مضراب ته لاس په نام وي
هوسۍ سترګې، لاله رخه ، عنبر بویه
چې خواري د مشاطې یې په سلام وي
مسته حوره، سر تر پای په سرور ډوبه
چې داهسې شوخې سترګې ګل اندام وي
لاله ګل مې په ځولۍ کې تسنې وسنې
روڼه شپه، په سر د بام ، ماه تمام وي
دا ساعت به جنت نه وي نو به څه وي ؟
جام په جام او غیږ په غیږ درته ګل فام وي
وږې کسي، دې له ډک لېمه ماړه که
چې تش نم وته یې اب حیات رام وي
بد نظر د بدخواهانو پړک چاودلی
شامدام له ښه مهرویه ښه اکرام وي

------------------------------------

د مرام په خوشې لاره یک تنها تلوو
داسې تل هم بې همراه او بې امسا تلو و
داهم ښه ده چې مو سیوري د ځان مل وو
مونږ قایل د پرمختګ کله په شا تلوو
دبلا کومې ته څه وي د چا فهم ؟
چې د فکر په جلب کې به بیا بیا تلوو
کوم جواز د ګیلې نه و ، وخت او بخت نه
مونږه خپله مګر خولې ته د قضا تلوو
مونږ د مینې لیونو ته ښائیدل دا
چې مقتل ته دې په ناز او په خندا تلوو
وحشتونه ګوریدل به شیرین یاره !
خو په سترګو د شعور ځینې رڼا تلوو

---------------------------------
اورکي غوندې له خپل وجود رڼا یم
هم پخپله لاروی هم رهنما یم
معرکه د محبت کې په ویسا یم
په ریښي ریښې څادر کې برملا یم
دا زما د پاکې مینې تقدس دی
په هرحال کې چې دې ستایم، وایم، ستایم
دا زما د لیونۍ مینې جذبه ده
چې قضا لره مې بیايي هم رضا یم
دا زما د پښتني فکر غیرت دی
سر ددار باندې ټپه یم، په نڅا یم
تفکر مې څنګ تر څنګ دی تر احساسه
له خپل ځانه څخه درد او هم دوا یم
دمرام په خوشې لاره مې دا یون دی
چې هم سیوری مې همراه دی هم تنها یم
XS
SM
MD
LG