د لاسرسي ځای

له امریکا سره ښه اړیکي د پاکستان په ګټه


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګه د امریکا سره ښه تعلقات د پاکستان په ګټه دي. او دهېواد ټولو سیاسي مشرانو له پکار دي چې د امریکا سره دتعلقاتو په لړ کې ښه په سوچ خپلې فېصلې وکړي.

داطاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسېن دا څرګندونې نن د پیښور په عجایب ګهر کې دیوې دستورې پرمهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه پکار دي چې د امریکا ښه پالیسیؤ ته بد ویلو او بدو پالیسیو ته ښه ویلو نه ډډه وکړې شي.

په دغه دستوره کې په پیښور کې امریکايي کونسل جنرل مېرمن مېري رچرډ هم ګډون کړې وو چې وروسته یې خبریالانو ته وویل د دواړو هېوادونو ترمنځه د تعلقاتو په لړ کې د پارلیماني فېصلې انتظار دې،
XS
SM
MD
LG