د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د انرژۍ په اړه غونډه


په پاکستان کې د تربېلې له ډیمه برېښنا جوړول کېږي
په پاکستان کې د تربېلې له ډیمه برېښنا جوړول کېږي

ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد -
د انرژۍ په اړه د پاکستان په لاهور کې د روانې غونډې وړومبی پړاو پای ته رسېدلی دی.

په دې کنفرانس کې د انرژۍ د بچت او برېښنا پیدا کولو له پاره په بېلا بېلو وړاندیزونو غور وشو.

په دې دوران کې وویل شول چې د بجلۍ بچت له پاره باید ټول دوکانونه ماښام اته بجې وتړل شي. همدا راز، د سهار تر ۱۱ بجې مخکې به په دولتي دفترونو کې ایر کنډېشنر نه چالو کېږي او په کورونو کې به هم خلک غیر ضروري بلبونه نه روښانوي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پر دې اقداماتو له عمل سره ممکنه ده چې ۲۰۰۰ مېګا واټه برېښنا بچت کړل شي.

په دې موقع په خپله وینا کې وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وویل، د توانایۍ بحران حل کولو له پاره باید ټول قرباني ورکړي او په یو بل د تورونو پورې کولو پر ځای باید عملي ګامونه اخیستل په کار دي.

ده وویل، د لاین لاسز (له تارونو د برېښنا ضایع کېدل) او د بجلۍ د غلا مخنیوی په کار دی، او باید د پورونو بار هم کم کړل شي.

د نوموړي په وینا، د بجلۍ بلونو په ترځ کې د غریب او شتمن توپیر یا فرق په کار دی؛ او باید تر ۱۰۰ یونټه پورې پر برېښنا کاروونکو خلکو زیات بوج را نوستای شي.

غونډې ته د وینا پر مهال، د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف وویل: ((موږ باید له کولې او د ګني له پوګه بجلۍ پیدا کولو ته پام ورکړو.))

په غونډه کې د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو، او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر وزیر اعظم هم ګډون کړی دی؟

په کنفرانس کې، د قبایلي سیمو په استازي توب، د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر په ګډون د مالي چارو او واپډا وزیرانو او نورو چارواکو هم برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG