د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور به بهرني ځواکونه د شپې چاپې نه وهي



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ -
په امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز کې راغلي، د اپرېل په اتمه، امریکا پر دې رضا شوه چې په افغانستان کې دې د شپې عملیات او چاپې افغان امنیتي سر تېري کوي.

اوس چې په دې هیواد کې د امنیت ذمه وارۍ، افغان امنیتي ځواکونو ته پر سپارلو خبرې روانې دي، امریکا وايي، د عملیاتو مشري به هم افغان ځواکونه کوي او نړیوال ځواکونه به ورسره مرسته کوي.

له دې پرېکړې سره دواړو هیوادونو ته اسانه شوې چې د افغانستان سوله او ثبات ټینګ او پر مخ لاړ شي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه لویه غوښتنه وه. نوموړی په هیواد کې دننه هم له نیوکو او فشار سره مخامخ وو چې باید اوس له امریکا سره د شپې د چاپو په اړه غوڅه پرېکړه وکړي.

الن او وردګ لاسلیک وکړ

وردګ او الن پر مفاهمتي یاداښت لاسلیک کوي
وردګ او الن پر مفاهمتي یاداښت لاسلیک کوي
په کابل کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان الن او د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ یو مفاهمتي یاداښت لاسلیک کړی دی.

پر دې مهال دواړو دا کار د افغانستان د سولې په عمل کې مهم پرمختګ وګرځاوه. جان الن په خپلو خبرو کې وویل، دا د افغانانو غوښتنه وه چې اوس به په خپل هیواد کې د عملیاتو مشري کوي.

ایا افغان ځواکونه تیار دي؟

ورځپاڼه لیکي، که څه هم دواړه هیوادونه پر دې خبره سره سلا شول، خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا افغان ځواکونه په پوره ډول دې ته تیار دي او پوره روزنه یې شوې ده چې د شپې عملیات او چاپې ووهي او که نه؟

رحیم وردګ پر افغان ځواکونو غږ کړی چې اوس کولای شي د خپل هیواد د امنیت مسلې په هوارولو کې د مشرۍ رول ولوبوي او زیاتوي دا یې د هیواد خود مختارۍ لپاره یو مهم ګام دی.

د دې مفاهمتي یاداښت تر مخې، اوس به د افغانستان عدالت د دې چاپو قانوني اجازه ورکوي.

میاشتې مخکې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون پر موضوع، افغان ولسمشر حامد کرزي لویه جرګه ور بللې وه چې په کې ټولو ګډونوالو له نوموړي غوښتنه وکړه چې د شپې چاپې دې ودرول شي.

د شپې مهال د بهرنیو ځواکونو دې چاپو په ولس کې زښته ناخوښي لرله.
XS
SM
MD
LG