د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په سیاست کې د آی ایس آی لاسوهنه



بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د اپرېل په نهمه نېټه له خبریالانو سره د خبرو پر وخت ویلي، د دې هیواد په سیاست کې باید د استخباراتي ادارې، آی ایس آی ګوتې و نه وهي.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د آی ایس آی سیاسي څانګه باید وتړل شي.

د پاکستان د ډېرو سیاسي ګوندونو له خوا د دې ملک پر جاسوسي اداره دا تور لګول کیږي چې د ملک په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي.

د هم دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني ویلي چې د هغه دریځ دا دی چې د جاسوسي ادارې آی ، ایس ، آی دي د ملک په سیاسي چارو کې هیڅ رول هم نه وي.

د ذوالفقار علي بوټو په اړه ویل کېږي چې دا څانګه یې جوړه کړې وه
د ذوالفقار علي بوټو په اړه ویل کېږي چې دا څانګه یې جوړه کړې وه
سیاسي څانګه ذوالفقار بوټو جوړه کړې وه

په اسلام اباد کې مې د سیاسي او پوځي چارو له کارپوه طلعت مسعود څخه وپوښتل چې په آی ، ایس ، آی کې سیاسي څانګه شته هم او که نه ؟

دی یې په ځواب کې وايي: (( ذوالفقارعلي بټو صاحب په آی ایس آی کې یوه سیاسي څانګه جوړه کړې وه؛ او هغه سیاسي څانګه تر اوسه پر ځای پاتې ده. او یا به نه وي ځکه چې یو بیان راغلی وو چې هغه څانګه اوس نشته. خو زما په خیال یوه سیاسي څانګه جوړه کړل شوې وه. ))

د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو څارل

دا چې د پاکستان په جاسوسي اداره یانې آی ایس آی کې د سیاسي څانګې د جوړولو موخه څه وه؟

یو ځل بیا د سیاسي او پوځي چارو له کارپوه طلعت مسعود: (( یو پلو خو د هغه رول دا وو چې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه وڅاري او داسې نور ، او داسې ښکاري چې هغوی په تېر وخت کې یو ډول د اسلامي جمهوري اتحاد او داسې نورو سیاسي ډلو په جوړولو کې هم ښکېل وو.))

د آی ایس آی اغېز په کمېدو دی

په پاکستاني پارلېمان کې د مسلم لیګ نون ډلې غړی او د سیاسي چارو شنونکی ایاز امیر هم دا مني چې د ملک استخباراتي ادارې په سیاسي چارو کې له ډېرې مودې لاس وهنه کوي خو د هغه په وینا د هغوی اغېز و نفوذ اوس په کمېدو دی.

((د پاکستان په سیاست کې له ډېرې مودې راهسې د استخباراتي ادارو لاس وهنه پاتې شوې ده ، دا ټولو ته مالومه ده ، اوس به هم وي خو په ورو، ورو د پاکستان له جمهوري سفره سره چې کله سم وي او کله ورڅخه لاره خطا شي، دا اغېز هم په کمېدو دی.))

طلعت مسعود او ایاز امیر دواړو له مشال راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې که په پاکستان کې جمهوري سفر داسې روان وو نو په ورو، ورو به یو داسې وخت هم راشي چې بیا به د پاکستان سیاست د جاسوسي ادارې یانې آی ایس آی له لاس وهنې خلاص شي.
XS
SM
MD
LG