د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرداري په بلنه، منموهن سېنګ پاکستان ته ورځي



پراګ - د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د هند د یو ورځني سفر پر مهال له هندي وزیر اعظم ډاکتر من موهن سېنګ سره لیدلي دي.

دواړو مشرانو د غرمې ډوډۍ پر یو ځای خوړلې ده او له یو بل سره یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، زرداري، سېنګ ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده چې سېنګ منلې ده.

زرداري له هغه سره تر لیدو وروسته د هند ښار اجمېر ته تللی.

نوموړي هلته د حضرت معین الدین چشتي مزار ته ورغلی او هلته یې دوعا کړې ده.

له اصف علي زرداري سره په دې سفر کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او د زرداري زوی بلاول بوټو زرداري هم ملګري دي.

دا په تېرو کالونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان ولسمشر هند ته تللی دی.

د پاکستان د ولسمشر دفتر له وینا سره سم، د زرداري دا سفر غیر رسمي دی.
XS
SM
MD
LG