د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر پولیسو برید، پښتون هنر مند لال باچا وژل شوی


پر پولیسو په دې برید کې هنرمند لال باچا هم وژل شوی وو.
پر پولیسو په دې برید کې هنرمند لال باچا هم وژل شوی وو.

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ
- د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اپرېل په څلورمه، پر پولیس مشر راو انور مبینه ځانمرګې حمله شوې وه چې په نتیجه کې یې څلور کسان وژل شوي ول.

د پېښې قربانیانو کې یو تن د پښتو ډرامو او سټیج مشهور هنرمند لال باچا بابر هم شامل وو.


د لال باچا بابر ۱۶ کالن زوی وایي، پلار یې د پېښې له ځای سره نېزدې لیبارټرۍ ته ټیسټونه وړي ول، او بیا هغه، له هغه ځایه بازار ته د سودا اخیستو په نیت له کوره وتلی وو چې د پېښې ښکار شو ـ

((هغه زما والد صاحب وو، هغه علاج او سودا لپاره له کوره وتلی وو. د کېبن له پاره یې سودا راوړه. دا حادثه وشوه. ۴۰ یا ۵۰ روپۍ هم ورسره وې، هغه [یې هم له جېبه] چا ایستلې دي. شناختي کارډ، پیسې او موبایل یې هم [ورک] دی.))

په کراچې کې مېشت د پښتو او سندي ډرامو ادا کار ناصر بونیری وايي، لال باچا بابر، په دې ښار کې د سټېج ډرامو په غوره کوربه توب نوم وړی وو او د دې تر څنګ یې د پښتو له مشهورو فلمي ستورو بدر منېر او اصف خان سره په ځینو فلمونو کې ادا کاري هم کړې وه:

((زما سینییر وو، او زما تقریباً د ۲۰ یا ۳۰ کالونو راهیسې ملګری وو. زه وایم چې لال باچا ډېر ښه [هنرمند] وو، ډېر ښه ادا کار او لیکوال وو.))

پروډیوسر او ډرامه لیکونکی، بیدار زلمی وايي، لال باچا بابر په ډېر مشکل وخت کې د پښتو ډرامې او سټېج پر لوري د کراچۍ د پښتنو د توجه جذبولو کامیابې هڅې کړې وې.

د هغه په وینا، په کراچۍ کې موجود د سټېج او ډرامو ادا کارانو په څه نا څه ډول له ارواښاد بابره زده کړه کړې ده.

((هغه چې هغه وخت پښتو کومې ډرامې یا سټېج پروګرامونه کړي دي، زه به له هغو څو نومونه تاسې ته واخلم. لکه، ماما په کراچۍ کې، او یا پښتون په کراچۍ کې، دا داسې ډرامې وې چې دوی یې له فلیډ کلبه ابتدا کړې وه. په هغه وخت کې دوی، په کراچۍ کې د پښتو ژبې او د پښتنو د انټرټېن (ساعت تېرۍ) له پاره دا پروګرامونه په داسې وخت کې کړي [ول] چې هغه وخت داسې کارونه کول نا ممکنه خبره وه.))

د پښتو ژبې شاعر او لال باچا بابر د تره زوی سرور شمال وايي، لال باچا میاشتې مخکې د هنر نړۍ ته مخه ښه ویلې وه، او په تبلیغي جماعت کې تر تلو وروسته، لږه موده مخکې را ستون شوی وو. د هغه په وینا، ارواښاد بابر دوه ودونه کړي ول. هغه د ۱۳ بچیو پلار وو، چې د کفالت ذمه واري یې ټوله د ده پر غاړه وه:

((د لال باچا تر مړینې وروسته د هغه دوه ښځې بې اسرې شوې. او د هغه بچي ټول یتیمان پاتې شول. موږ [له] حکومته مطالبه کوو چې د دې ماشومانو دې لږ خیال وساتي.))

د سرور شمال په خبره، لال باچا بابر په کراچۍ کې د خپل هنر په مټ د پښتو د کلتور او کلتوري مېلو له پاره ډېر څه کړي.
XS
SM
MD
LG