د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غربت له وجې' یوه کس خپل درې ماشومان وژلي


د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یوه کس خپل درې ماشومان وژلي او د هغوی مړي یې په سیند کې غورځولي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې د ډېره اسماعیل خان د تکرن په سیمه کې د غلام حسین په نامه کس د اپرېل پر اوومه، خپل درې ماشومان وژلي او د هغوی مړي په سیند کې غورځولي دي.

د ماشومانو عمرونه اووه ، څلور او درې کاله دي چې د وژل کېدو لامل یې غربت ښودل شوی دی.

د پولیسو ځايي چارواکي سېف الرحمان د دې پېښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د ماشومان وژونکی پلار یې نیولی او د ماشومانو په مړو پسې لټون روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG