د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاچین کې د ګېرو پوځیانو د ژوند امکانات کم


د پاکستان پوځ د خپلو هغو پوځي کسانو نومونه خپاره کړي دي چې پرون د سکردو د سياچین په سيمه کې د واورې د یو ګټ د راپرېوتو په پېښه کې ورک شوي وو.

د پاکستاني پوځ د اطلااعاتو د ادارې ( آي، ایس، پي، آر) خپره کړې خبرپاڼه وايي چې په دې ګير شوو کسانو کې یو سل څلرویشت پوځيان او يوولس ملکي وګړي دي چې هلته يې له پوځ سره کار کاوی.

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس مشال ريډيو ته وويل چې د دې خلکو د راویستلو لپاره کار روان دی.


د سیاچن سیمه له هند سره پر پوله پرته ده. د پاکستاني پوځ په وینا په دې سیمه کې د دوی د عسکرو دغه غونډ له شلو کلونو راهيسې میشته دی او دا لومړی ځل دی چې د هغوی په وینا داسې پېښه رامنځ ته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG