د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندی ملتپاله -بیلتونپاله سیاستوال بشیر قریشی مړ شوی



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د سېند صوبې ملت پاله ډلې جیې سېند قومی محاذ ډلې مشر بشیر خان قریشي جمعې او خالي په منځنې شپه وفات شوی دی.

د بشیر قریشي په ناڅاپي مړینه دیاد شوي ګوند چارواکو د سازش شک څرګند کړې او سېند صوبه کې یې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.


د جیې سېند قومي محاذ ګوند جنرل سیکرټري اصف بالادي په وینا د دوي د ګوند مشر بشیر قریشي روغ رمټ و، خو د سېند صوبې سکرنډ په یو کلي کې د شپې روټۍ له خوړولو روستو دهغه طبعیت خراب شو او بیا هسپتال ته د رسولو روستو ورته مالومه شوه چې هغه ساه ورکړې ده.

د هغه په خبره د بشیر قریشي په مړینه دی او د دوی د ګوند نور غړي د سازش ګمان کوي:


((دا وړه خبره نه ده ددې تر شا د سازش عنصر خامخا شتون لري ـ څو ورځې مخکې چې موږ کراچۍ کې د ازادۍ د لاریون په نوم کومه جلسه کړې وه هغه او دغه شان د نورو ټولو څیزونو جایزه مونږ اخلو چې داسې څه دي چې زمونږ د مشر د ناڅاپي مرګ سبب وګرځیدو.))

بشیر خان قریشي بیلتون پاله ډلې جيې سېند قومی محاذ مشر وو.

هغه سېند صوبه له پاکستانه د بیلولو په حق کې وو.

د بشیر قریشي یو ملګري امداد سومرو د هغه او د هغه د تحریک په اړه مشال راډیو ته وايي:

((د بشیرخان قریشي تحریک د ښاغلي جي ایم سید فکر او فلسفې تسلسل دی ـ د دوی مقصد د سېند ازادول وو. په دې اړه سږ کال د مارچ په ۲۳ نېټه کومه چې د پاکستان د قراردار ورځ بللې شي ، په دغه ورځ بشیر قریشي او د هغه ملګرو د ازادۍ د لاریون په نوم لویه جلسه کراچۍ کې کړې وه ، دغه لاریون مقصد دا و چې ۱۹۴۰ز کې چې د کومې لوظنامې د لاندې چې سېند صوبې په پاکستان کې د شاملیدو پریکړه کړې وه هغه تراوسه پوره شوې نه ده ، نو دوي ویل چې د سای جي ایم سید د تعلیماتو په رڼا کې هغوي د سېند د ازادۍ اعلان کوي .))


د امداد سومرو په خبره بشیرخان قریشي خپلې نظریې سره وفادار او د سېند صوبې په قام پرست زلمیو کې د ښه شهرت خاوند وو.

هغه د ضیاالحق د حکومت په زمانه کې د فوجي امر په ضد تحریک کې هم برخه اخیستې وه او څو څو ځل زندان ته هم لېږدول شوی و ـ ۲۰۰۶ کال کې هغه څو میاشتې مخکې هغه په کراچۍ کې د رینجر سرتیرو لخوا نیول شوی چې څو ورځو د زندان تېرولو روستو بیا خوشی کړی شوې وو.


بشیر خان قریشي د سېند صوبې د مشهور قام پرست مشر جي ایم سید د لارې ریښتوني لاروی بللو او عدم تشدد په تګلاره باوري وـ نوموړې د کالاباغ ډېم له لویو مخالیفونو څخه و ـ هغه د کالاباغ ډېم د جوړولو په ضد د سېند صوبې په بېلابېلو ضلعو کې احتجاجونه کړي و او سېند صوبې څخه د پنجاب په لور تلونکي لارې یې بندې کړې وې.


د هغه عمر ۵۴ کاله وو.

هغه د سېند صوبې لاړکانه ډویژن په رتوډیرو سېمه کې په یوه غریبه کورینۍ کې پیدا شوی وـ هغه د سکول د زمانې راهسې د جي ایم سید څخه ډېر متاثر و ـ هغه ډېر کلونه د جي ایم سید سره تحریک کې یوځایې تیرکړي دي ـ نوموړي د کالج د زمانې راهسې په طلبا سیاست کې هم فعاله ونډه اخیستې وه.


د بشیر قریشي په ناڅاپي مړینه جیې سېند قومي محاذ درې ورځنې ویر اعلان کړی دی.

تر دې اعلان وروسته د سېند صوبې په لاړکانه، بدین، نوابشا ، سکر او یو شمېر نورو برخو کې کاروبارونه بند دي.
XS
SM
MD
LG