د لاسرسي ځای

زده کوونکو سره به مرستې روانې وي، امریکايي سفارت


په اسلام آباد کې د امريکايي سفارتخانې لخوا جاري شوي يو بيان کې ويل شويدي چې امريکا به د پاکستاني زده کوونکو کمک جاري ساتي.


په پاکستان کې د امريکايي سفارتخانې وياند مارکسټره مشال راډيو ته ويلي هغه خبرونه بې بنياده دي چې په کې ويل شوي که چری د دوی سفير کيمرون منټر د پېښور يونيورسټۍ دوره کړې وای نو هلته به يې ۲۰۰۰ زده کونکو ته تعليمي سکالرشپې ورکړی وی.

ياده دې وي چې په پاکستان کې د امريکا سفير کېمرون منټر تېره مياشت د پېښور پوهنتون دوره کوله خو د يونيورسټۍ د ځنو زده کونکو لخواه د دغه دورې پرضد د احتجاج له کبله نوموړي خپله دوره وځنډوله.
XS
SM
MD
LG