د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (باچا خان ټرسټ فاونډېشن)


د سندرو امېل (باچا خان ټرسټ ايجوکيشن فاونډيشن)

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د یوې نا دولتي ادارې باچا خان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن لخوا په صوبه کې د پښتنې کلتور او موسیقۍ د ودې او پرمختیا په موخه په پیلو شویو هلو ځلو خبرې کوو.

د کلتوري پروژې په اړه د یادې ادارې یو غړی عارف تنګي مشال راډیو ته وايي، ۱۴ ښوونځي لري، او په دې کې د ماشومانو د زده کړې لپاره یې کلتوري ادارې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، موخه یې دا وه چې یو داسې ماډل جوړ کړي چې په سیمه کې نور ښوونځي هم دا لار خپله کړي او ماشومان له لومړي ټولګي فرهنګي زده کړې پیل کړي.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG