د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان مسله: 'پاکستان له ریښتیا ویرېږي'


د بلوڅ ملتپالو خپلواکي غوښتونکو یو انځور
د بلوڅ ملتپالو خپلواکي غوښتونکو یو انځور

ژیاړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو
لیکنه: ډانا رورا باکر، د امریکا کانګرس غړی
سرچینه: واشنګټن پوسټ


د امریکا د استازو جرګې غړی ډانا رورا باکر
د امریکا د استازو جرګې غړی ډانا رورا باکر
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امريکايي کانګرس غړي، ډانا رورا باکر ليکلي چې څه موده وړاندې يې د بلوڅانو له خوا د بلوچستان په اړه د خپلې خوښې د پرېکړې د حق لپاره کانګرس کې يو قرارداد وړاندې کړ.

د هغه په وينا په دې اړه د سينيټ تر اورېدنې وروسته د پاکستان وزيراعظم پر دې پرېکړه لیک خفګان وښود، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې امريکايي شاز دا افيير (Charge de Affairs) دوه ځلې ور وغوښت او پاکستاني رسنيو پر له قهره ډک بحثونه وکړل خو ډانا رورا باکر ليکي هغه ((رښتيا وايي او پاکستان له رښتياوو ويرېږي.))

اسلام اباد د بلوڅ ولس وسایل کاروي

په مقاله کې راغلي چې که څه هم بلوچستان د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده او هلته پيداکېدونکي سره زر، ګيس، يورانيم او نورې طبيعي زېرمې د اسلام اباد پاکستاني اشرافو د خپلې خوښې مطابق استعمال کړي؛ له دې سيمې سره د يوې کالونۍ غوندې رويه شوي او خلک يې غریب پاتې دي.

همداراز په داسې حال کې چې بلوچستان ته له نورو صوبو څخه د کار لپاره خلک ورځي، پخپله بلوڅان له کار روزګاره لرې پرېښودل شوي.

رورا باکر دا هم ويلي چې چين د بلوچستان د مهمې ګوادر پر سمندري بندرګاه پرمختيايي کار کوي او کيدای شي چې يو وخت يې سمندري پوځي اډه شي.

د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګونه ځپل شوي
ډانا رورا باکر ليکي بلوچستان په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د جوړېدو پر مهال د خپلواکۍ اعلان وکړ خو ډېر ژر پاکستاني پوځيان کلات رياست ته ورغلل او دا نوې ازادي يې تر پښو لاندې کړه.

د هغه په وينا، په۱۹۵۰، ۱۹۵۸ او ۱۹۷۳ کالونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د بلوچستان د قبضې خلاف شروع شوي پاڅونونه وځپل شول او په ۱۹۹۵ کې پيل شوی، د بلوچانو پاڅون لا هم روان دی.


په بلوچستان کې ملتپاله مشران هم وژل کېږي. دا مړی د حبیب جالب دی.
په بلوچستان کې ملتپاله مشران هم وژل کېږي. دا مړی د حبیب جالب دی.
​د امريکايي کانګرس غړی ډانا رورا باکر وړاندې ليکي، هغه نه يوازې د بلوچانو بلکې د کشميريانو له خوا د خپل ځان په اړه د پرېکړې کولو لپاره قراردادونه وړاندې کړي نو دا خبره غلطه ده چې ګوندې يوازې پاکستان په نښه شوی.

رورا باکر ليکي، په پاکستان کې ډېر داسې ښه خلک شته چې پر دې پوهېږي چې په بلوچستان کې د پوځ په لاس د بشري حقونو سرغړونې د پاکستان په لمن داغ دی.


امریکا باید د پاکستان مرسته ودروي
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ډانا رورا باکر لیکلي، امريکا په داسې حال کې د پاکستان خاموشه ملګری نه شي پاتې کيدای چې د ولسي وګړو خلاف ويرونکي جنايتونه کوي او د امريکا خلاف د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې نيټې په شمول د ترهګرو بريدونو مرسته کوي.

نوموړي وايي د پاکستان او امريکا اړيکو ته زيان رسوونکی د هغه قرارداد نه، بلکې د پاکستاني حکومت او پوځ پالیسۍ دي.

هغه مثال ورکوي او وايي چې پاکستان د اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کوونکی ډاکتر، شکیل اپريدی له دې کبله نيولی او ملي مجرم يې نومولی چې د يو ترهګر د له منځه وړلو لپاره يې د امريکا مرسته کړې.


ډانا رورا باکر لیکي، نور بايد امريکا د پاکستان مالي مرستې ودروي او له هندوستان او بلوچستان سره نېزدې دوستي وساتي.

دی زیاتوي، له پاکستانه، چې د نوموړي په وينا يې د امريکا له باور سره جفا کړې، د بلوچستان د ځپل شوو خلکو لپاره پر وړاندې کړي قرارداد هيڅ بښنه نه غواړي.
XS
SM
MD
LG