د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د تاو تریخوالي لړۍ روانه ده


په تاو تریخوالي کې د مساپرو بسونه هم سوزول کېږي چې زیاتره د پښتنو دي
په تاو تریخوالي کې د مساپرو بسونه هم سوزول کېږي چې زیاتره د پښتنو دي

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون کې ، د تشدد په تازه پېښو کې د نامالومه وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي دي.

د پیپلز ګوند چارواکي وایي وژل شوي درې واړه کسان د دوی د ګوند غړي دي.

یوه بله ورته پېښه د نوې کراچۍ په سېمه کې شوې ده. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې، د ناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه یو غړی وژل شوی دی.

د سېند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان ویلي دي، په کراچۍ کې د ژبني او فرقه ییزو نښتو سازشونه روان دي.

هغه وايي ټول ګوندونه کراچۍ کې د بدامنۍ ذمه وار دي.

په کراچۍ کې د اخ و ډب پېښې له تېرو ورځو راهيسې روانې دي چې په کې، تر اوسه، په لسګونه کسان وژل شوي دي.

په کراچۍ کې په ۲۰۱۱ز کال کې هم تر اوږدې مودې د تاو تریخوالي لړۍ روانه وه چې په کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول.

په کراچۍ کې تاو تریخوالی، د سیاسي رنګ تر څنګ، ژبنی، توکمیز، فرقه ییز او جنایتکارانه رنګ هم لري.

په همدې ښار کې پر شیعه مسلمانانو هم بریدونه کېږي، پر پولیسو هم حملې کېږي او له کار و باریانو په زور پیسې هم اخیستل کېږي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی او کار و باري مرکز یې هم دی.
XS
SM
MD
LG